جلال اباد(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د طالبانو او داعش ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريد پرون د اچين ولسوالۍ په سروبي کلي کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دې هوايي بريد کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي دي .
د خوږياڼي په وينا، دغه راز په دې بريد کې د يادې ډلې يو سراچه موټر چې له چاودېدونکو توکو ډکه و، هم له منځه وړل شوى دى.
نوموړي زياته کړه چې وژل شوي وسله وال د ډيورنډ پولې د پورې غاړې د اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکي وو.
د والي وياند وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
د ملي دفاع وزارت هم ويلي چې په اچين کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې يو شمېر داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند دغه راز وويل چې نن سهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد په پايله کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا بريد د يادې ولسوالۍ د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله ترسره شوى، چې په وژل شويو کې يو قوماندان هم شامل دى.
بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياندسمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد له امله د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي.
يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن