ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د غنمو حاصلات نږدې دوه برابره شوي

د فراه د غنمو حاصلات نږدې دوه برابره شوي

author avatar
26 May 2016 - 12:40
د فراه د غنمو حاصلات نږدې دوه برابره شوي
author avatar
26 May 2016 - 12:40

فراه(پژواک،۶غبرګولى ۹۵): په فراه ولایت کې سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره شوي او د ښه کیفیت درلودونکي دی؛ خو کروندګر د دې حاصلاتو لپاره د مارکېټ له نشتون څخه سر ټکوي.

د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر عبدالمنان متین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولايت کې سږ کال ټولو کرنيزو توکو په تېره بيا د غنمو کښت ښه حاصلات ورکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې سږ کال په فراه کې پر ٢٣ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې پنځوس هکتاره يې للمي، شپږ زره هکتاره يې اصلاح شوي غنم او پاتې يې سيمه ييز غنم دي.

هغه وویل چې تېر کال ټول ۱۶۷۵۰ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوی وو چې ۳۰ هکتاره يې للمي، څلور زره هکتاره يې اصلاح شوي غنم او پاتې يې سيمه ييز غنم و.

د ده د معلوماتو له مخې، په فراه کې تېر کال د غنمو د حاصل کچه ٤٨ زره ټنه وه، خو سږ کال تر اتیا زره ټنه ډېر شوي دي.

هغه ، د کال په پاى کې د ډېرو بارانونو اورښت او د کرنيزو افتونو نه شتون د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او ښه کیفیت لامل په ګوته کوي.

دغه راز دى وايي چې تېر کال په فراه کې ډېرو خلکو کوکنار کرلي و خو سږکال يې ځکه غنمو ته مخه کړه چې تېر کال د کوکنارو کښت ښه حاصل نه درلود.

په فراه کې د لړم او ليندۍ په مياشتو کې غنمو کرل کېږي او د حاصلاتو راټولول يې د غويي په میاشت کې پیل کیږي او د جوزا تر پايه دوام کوي.

کروندګرهم د غنمو د حاصلاتو د ښه کیفیت او ډېروالي نه خوښ دي، خو وايي چې د مارکېټ د نشتون له امله سږ کال د غنمو بيې رالوېدلې دي.

د فراه د مرکز د داراباد د کلي اوسېدونکي ۳۴ کلن محمد عوض چې په خپله ځمکه کې د غنمو پر لو بوخت و، پژواک ته وويل چې تېرکال يې پر اته جریبه ځمکه غنم کرلي و او ټول حاصل يې دوه ټنه شو، خو سږکال يې پر شپږ جريبه ځمکه غنم کرلي او کېداى شي حاصل تر څلور نيمو ټنو ته ورسيږي.  

ده وویل: "سږکال بارانونه ډېر ښه و حتی تر اوسه د فراه رود اوبه لري او دغه کار باعث شو چې غنم مرض ونه کړي او حاصلات يې ډېر شي."

هغه هم وايي چې سږ کال  یواځې د ده نه ، بلکې فراه کې د ټولو خلکو د غنمو کښت ښه حاصل ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.