ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: د ملا منصور وژلو پر افغان سولې ناوړه اغېزه کړې

پاکستان: د ملا منصور وژلو پر افغان سولې ناوړه اغېزه کړې

author avatar
26 May 2016 - 14:37
پاکستان: د ملا منصور وژلو پر افغان سولې ناوړه اغېزه کړې
author avatar
26 May 2016 - 14:37

کابل (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): پاکستان پنځه ورځې وروسته په رسمي توګه د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې د هغه وژنه پر افغان سولې پروسې ناوړه اغېزه کړې ده.

د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور پنځه ورځې مخکې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پيلوټه  الوتکې بريد کې په داسې حال کې ووژل شو، چې هغه له ايران څخه بېرته کويټې ته روان و.

وسله والو طالبانو پرون  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله چې ملااختر منصور په هوايي بريد کې وژل شوى او ملا هبت الله يې د نوي مشر په توګه وټاکه.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د غبرګولي په ٦مه، په رسمي توګه د ملا منصور وژل کېدل تاييد کړل.

خو هغه زياته کړه چې د ملا منصور د ډين اين اى ټسټ لا پاتې دى او تر هغه پورې به يې جسد چاته ونه سپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهيسې پاکستانۍ رسنۍ داسې راپورونه خپروي، چې ملا منصور د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوى، خو د کندهار چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.

سرتاج عزيز چې نن يې اسلام اباد کې خبرې کولې وويل چې  پرېکړې شوې وه چې دافغان شخړې هوارى د خبرو اترو له لارې وشي او داسې نښې هم راڅرګندې شوې وې، چې افغان طالبان به د سولې  مېز ته راشي .

خو د هغه په وينا، د ملا اختر منصور وژل کېدو سره د افغان سولې ټوله پروسه بدله شوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار ويلي چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د افغان سولې پروسه دويم ځل لپاره د ځنډ ښکار شوه.

د يادونې ده چې تېر کال د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په مري کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرې شوې وې، ټاکل شوې وه چې دا پروسه دوامداره پاتې واى، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې د خبر خپرېدلو سره دا پروسه وځنډېدله. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.