ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار

کندهار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار

author avatar
26 May 2016 - 11:06
کندهار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار
author avatar
26 May 2016 - 11:06

کندهار(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): کندهارۍ مېرمنې وايي، د پخوا په پرتله يې د لاسي صنايعو بازار سوړ شوى او له همدې امله ګڼې هغه مېرمنې بې کاره شوي چې مخکې يې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کاوه او په دې وسيله يې د خپلو کورنيو لپاره عايد تر لاسه کاوه.

د کندهاريو مېرمنو د لاسي صنايعو عمده برخه خامکي غاړې، ښځينه جامې او د کور د اړتيا وړ نور توکي دي چې د ستنې او تار په وسيله په ډېره ښکلې او ظريفه بڼه جوړېږي او ښه شهرت لري.

خو په دې وروستيو کې د دغو توکو بازار لوېدلى ښکاري چې له امله يې ډېرې مېرمنې بې کاره شوې دي.

يوه له دغه راز مېرمنو د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکې ٣٨ کلنه نسيمه ده چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې بې کاره شوې او بيا يې د ستنې او خامک کار نه دى کړى.

دغه مېرمن چې جګړې ورڅخه د ژوند ملګرى اخيستى او د څلورو اولادونو مور ده، وايي د ستنې کار او خامک يې د کورنۍ د نفقې يواځينۍ وسيله وه، خو هغه هم ورباندې ودرېد.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((مخکې به مې په خپل کور کې خامکي غاړې جوړولې او پر دوکاندارانو مې خرڅولې، خو دا دى اووه مياشتې کېږي چې بيا مې کار نه دى کړى او بې کاره يم.))

دا زياتوي، اوس ورڅخه دوکانداران غاړې نه اخلي، ځکه هغوى وايي چې د پخوا په پرتله يې اخيستوونکي کم شوي دي.

د دې په خبره، يوه خامکي غاړه به يې په دوو يا درېيو مېاشتو کې جوړوله او بيا به يې په اووه- اته زره افغانۍ پر دوکاندارانو پلورله او له دې لارې به يې د خپل کور اړتياوې پوره کولې.

نسيمه ډېره خپه ښکاري او وايي، د ستنې او خامک له کار پرته بل کار نه شي کولى، ځکه خو اوس حيرانه ده چې څه وکړي.

خو دا لا هم په تمه ده چې د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار بېرته ښه شي او دا د پخوا په څېر په خپل کار بوخته شي.

د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد سيمې يوه اوسېدونکې فريده وايي، که څه هم يو مخ بې کاره شوې نه ده، خو د پخوا په پرتله يې کارونه کم شوي دي.

دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا به يې د پيسو په بدل کې خامکي غاړې، د ښځو او ماشومانو جامې او نور توکي جوړول، دا کارونه به دومره ډېر وو چې هيڅ نه بې کاره کېدله، خو اوس په مياشتو مياشتو د کار درک نه لګېږي.

د دې په بره، مخکې به دوى ګيله کوله چې د لاسي کار ډېره ګټه يې نارينه وړي، ځکه دوى ته به يې د کار په بدل کې ډېرې کمې پيسې ورکولې، خو اوس په هماغه حالت پسې ارمان کوي.

دغې مېرمنې نيوکه وکړه چې د کندهار د مېرمنو لاسي صنعت ته پام نه کېږي، ځکه له ژمنو سره سره نه په دې ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو لپاره ځانګړى مارکېټ جوړ شو او نه هم له هېواده بهر غوره بازار ورته وموندل شو.

دوه دېرش کلنه ثنا د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکې ده چې مخکې يې د کندهارۍ خزانې په نوم د ښځينه لاسي صنايعو له يوه شرکت سره کار کاوه، خو په دې وروستيو کې بې کاره شوې ده.

دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې له دغه شرکت سره په کندهار ښار او ولسواليو کې سلګونو مېرمنو کار کاوه، خو اوس يې تر نيمايي ډېرې ځواب کړي دي.

هغې زياته کړه، ياد شوي شرکت به مېرمنو ته تار، ټوکران او د اړتيا وړ نور توکي ورکول او دوى به ورته د پيسو په بدل کې خامکي غاړې، د ښځو او ماشومانو جامې او نور ګنډل چې هغوى به بيا په کور دننه او له هېواده بهر پلورل.

خو دا وايي چې اوس د دغه شرکت کارونه محدود شوي او ان په ټپه د درېدو وېره يې شته.

د کندهار خزانې مسووله مېرمن رنګينه حميدي همدا خبره کوي او وايي له دوى سره په کندهار ښار او ولسواليو کې ٥٠٠ مېرمنو د توکو د ګنډلو او ٢٠ تنو مېرمنو د لاسي توکو د ډيزاين او پروسس په برخه کې کارونه کول، خو په دې وروستيو کې يې له دې ډلې ٣٠٠ تنه مېرمنې   ځواب کړي چې لامل يې د بازار نشتوالى دى چې په دې وروستيو کې ډېر لوېدلى دى.

مېرمن حميدي په دې اړه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د کندهارۍ خزانې په نوم دغه شرکت يې څو کلونه وړاندې د دې ولايت د مېرمنو د لاسي صنايعو د ودې او هغوى ته د کار موندلو په موخه جوړ کړى، خو اوس د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى.

هغې زياته کړه، مخکې چې بازار ښه و، سلګونه مېرمنې يې په کار بوختې کړې وې او د هغوى لاسي توکي يې نه يواځې په کور دننه پلورل، بلکې امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو ته يې هم لېږل.

د دې په خبره، د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار ځکه لوېدلى چې له يوې خوا د هېواد اقتصادي وضعيت خراب شوى او له بلې خوا د ګاونډيو هېوادونو له ماشيني توکو سره د خلکو لېوالتيا ډېره شوې.

دا وايي، له بده مرغه په خلکو کې دا غلط ذهنيت ډېر عام شوى چې په خپل هېواد کې جوړو شوو توکو ته هومره ارزښت نه ورکوي، څومره چې يې له ګاونډيو هېوادونو څخه واردو شوو توکو ته ورکوي.

د دې په باور :(( تر هغه چې موږ خپل توليد ته ارزښت ور نه کړو، نو دا تمه نه شو کولى چې نور دې زموږ لاسي صنايع واخلي او د هغوى په بازارونو کې دې ښه بيه ولري.))

نوموړې دا هم وايي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه له راواردو شوو توکو سره ځکه سيالي نه شي کولى چې په دې ولايت کې برېښنا نشته، د کارګرو مزد لوړ دى، خام مواد لکه ستن، تار، ټوکر او نور ټول له بهره راځي او حکومت ورباندې لوړ ټکس اخلي، چې د مېرمنو په لاس د توليد شوو توکو بيه يې لوړه کړې ده.

مېرمن حميدي وويل، بهر ته د ښځينه وو د لاسي صنايعو د لېږد په برخه کې اسانتياوې کمې دي، ځکه اوسمهال چې هغوى امريکا ته دغه توکي لېږي، نو د يوه کيلوګرام پر سر ورڅخه ٢٤ ډالره کرايه غوښتل کېږي چې دا ډېره لوړه ده.

نوموړې يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې يې د کندهار د مېرمنو لاسي صنايع هندوستان ته وړي وو چې د هغه ځاى د اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د دې په خبره، د هغه هېواد مېرمنې بېخي حيرانې وې، دا يې نه منله چې ګواکې دا دې لاسي کار وي او په نړۍ کې دې اوس هم په دغه کرامت دغسې يو کار کېږي.

دا وايي، د دې لپاره چې د کندهار د مېرمنو لاسي صنايع په کور دننه او بهر تود بازار ولري، په کار ده چې حکومت پر خامو موادو لږ ټکس واخلي، لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په برخه کې دې ډېر کار وکړي او دغلته دې ورته ځانګړي ښځينه مارکېټونه جوړ کړي.

د يادونې ده چې حکومتي مسوولينو څو ځلې ژمنه کړې چې په کندهار کې به د ښځو د لاسي توکو د پېر او پلور لپاره ځانګړى مارکېټ جوړوي، خو کلونه وشول چې لا هم دغه کار نه دى شوى.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.