ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”

“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”

author avatar
27 May 2016 - 11:15
“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”
author avatar
27 May 2016 - 11:15

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٥): د پوهنې وزارت په دولتي ښوونځيو کې له زده کوونکو د پيسو غوښتنې د اندېښنو په اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې دغه غوښتنې که تر هر نوم لاندې وي نو غير قانوني دي او بايد د پاى ټکى ورته کېښودل شي.

په کابل کې د يو شمېر دولتي ښوونځيو زده کوونکي وايي چې يو شمېر مديران او ښوونکي د ښوونيز کال په پيل کې له دوى غواړي چې د ښوونځي د ترميم لپاره پيسې ورکړي او د ټولګيو په ترميم، رنګولو، سرمېزيو او يا پردو پېرلو کې ونډه واخلي.

د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ملکه ثريا لېسې يوې زده کوونکې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې د ټولګي ښوونکي يې د روان کال په پيل کې دې او نورو ټولګيوالو ته وويل چې بايد خپل ټولګى رنګ کړي.

هغې زياته کړه: "د رنګمال له کار پرته درې زره افغانۍ کېدې چې له موږ يې په زور واخيستې او له هغه وروسته له موږ څخه په ښوونځي کې وغوښتل شول چې د پردو او سرمېزيو لپاره دوه زره افغانۍ راټولې کړو."

يادې زده کوونکې زياته کړه چې په دې وروستيو کې د ښوونځيو مسوولانو له ټولو زده کوونکو غوښتي چې د هر ټولګي زده کوونکي بايد د رنګ او د ښوونځي دېوالونو د نقاشۍ لپاره درې زره افغانۍ راټولې کړي.

هغې د دغه شکايت تر څنګ وويل: "يواځې زموږ په ټولګي کې داسې کسان شته چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، ان تر اوسه پورې يې کتابچې او قلمونه نه دي اخيستي، جامې يې تر دې حده زړې شوې چې نور د اغوستو قابليت هم نه لري."

پر دې سربېره د پژواک خبريال په اتفاقي ډول د يادې لېسې يو ټولګى وټاکه او د مدير، سرمعلم او د دغه ښوونځي د يو شمېر ښوونکو په حضور کې يې له زده کوونکو وغوښتل چې په کاغذ کې د خپل هويت له يادولو پرته په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

د دغه ټولګي د ٣٠ زده کوونکو له ډلې يې ١٤ زده کوونکو ليکلي وو چې له دوى څخه د رنګ، سرمېزيو او پردو د پېرلو لپاره پيسې غوښتل شوې او يو شمېر يې بيا هېڅ هم نه و ليکلي.

ماريا معاني د هغو کسانو له ډلې ده چې تېر کال يې د کابل ښار د دويمې ناحيې د اريانا له لېسې څخه د دوولسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړى، وويل: "ښوونځي کې به يې له موږه له ٢٠ تر ٥٠ افغانيو اخيستې. کله چې په لسم ټولګي کې وم، له موږ غوښتنه وشوه چې د ښوونځيو د اړتياوو لپاره پيسې ورکړو او ما چې نه درلودې د پيسو له ورکړې مې ډډه وکړه، خو استاد بيا زه د نورو په مخ کې ودرولم او راته يې وويل چې ته په لسم ټولګي کې يې او پنځه افغانۍ نه لرې؟"

د يادې لېسې يوې بلې زده کوونکې مريم وويل چې هغه هم ورته تجربه لري او له هغې غوښتل شوي، چې د ښوونځي د سرميزيو، پردو او کثافات (خځلو) دانۍ لپاره پيسې ورکړي.

د ملکه ثريا لېسې ته په ورته اقدام کې د اريانا لېسې له يوه ټولګي هم وغوښتل شول چې د کاغذ پر مخ له خپل هويت ذکرولو پرته په دې اړه معلومات وليکي.

د ٣٠ زده کوونکو له ډلې يې ډېرو ويلي چې له دوى څخه د ښوونځي د ترميم په موخه پيسې غوښتل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.