ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمهور رئیس غني: موږ د هغه فرهنګ اړوند یوو چې د نړۍ د وصل نقطه ده

جمهور رئیس غني: موږ د هغه فرهنګ اړوند یوو چې د نړۍ د وصل نقطه ده

author avatar
28 May 2016 - 07:47
جمهور رئیس غني: موږ د هغه فرهنګ اړوند یوو چې د نړۍ د وصل نقطه ده
author avatar
28 May 2016 - 07:47

کابل (پژواک دغپرګولى ٧مه ١٣٩٥) :د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د فرهنګ او خلاقو صنایعو او د فرهنګي وجهي صندوق د پرانیستنې ملي برنامې په مراسموکې ګډون وکړ.

په دغومراسمو کې چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي او تعلیمي سازمان عمومي مشرې ایرینا بوکوا او یو شمېر نړیوالو همکارانو په کې حضور درلود، په ارګ کې ترسره شول. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د یونسکو سازمان عمومي مشرې د جمهور رئیس غني او د هېواد د لومړۍ مېرمن په حضور کې د فرهنګي ودې او خلاقو صنایعو د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د هېواد جمهور رئیس په دې مراسمو کې له افغانستان سره په بېلابېلو فرهنګي برخو کې د د یونسکو د همکاریو قدرداني وکړه او تاریخ یې د ملتونواساس وباله.

جمهور رئیس غني د افغانستان څو زره کلن تاریخ ته په اشارې وویل، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د اسیا څلور لاره وه او د دې هېواد ښارونه ارتباطي نقطې وې.

د هېواد جمهور رئیس وویل، زموږ اسلامي فرهنګ تل د نړۍ د لویو تمدنونو ځای وو او دغه لوی تمدني میراث ته بایددرناوی وشي. هغه زیاته کړه، موږ د هغه فرهنګ اړوند یوو چې د نړۍ د وصل نقطه ده او دا فرهنګ باید وساتل شي او پراختیا ومومي.

جمهور رئیس زیاته کړه، د لویو تاریخي جوماتونو رغاونه د دغې برنامې له لومړیتوبونو څخه ده او د تاریخي جوماتونو په رغاونه او د نویو جوماتونو په جوړولو کې باید دولت، خلک او خصوصي سکتور په ګډه هر اړخیزه ونډه واخلي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان هر بچی (نجلۍ او هلک) باید تاریخي هویت او فرهنګي میراث په سمه توګه وپېژني او د دې خاورې د تاریخي ارزښتونوپه هکله معلومات ولري.

د هېواد جمهور رئیس په ټینګار څرګنده کړه، تاریخ او فرهنګ باید درک شي ، فرهنګي میراثونه خوندي شي او د تاریخي اثارو د قاچاق مخه هم ونیول شي.

جمهور رئیس غني وویل، باید په دې باور ولرو چې افغانستان به ثبات ته ورسېږي او له ټولې نړۍ څخه به زیات خلک زموږ د تاریخي اثارو لیدنې ته راشي او افغانستان به وکولای شي چې له دې لارې زیات عاید ترلاسه کړي.

د یونسکو  عمومي مشرې ایرینا بوکوا د فرهنګي وجهي صندوق په پرانیسته خوښي څرګنده کړه  او په دې هکله یې د جمهور رئیس د پاملرنې او هلو ځلو قدرداني وکړه.

د یونسکو عمومي مشرې وویل، د فرهنګي وجهي صندوق پرانیستنه له افغانستان سره د یونسکو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره تازه فرصت رامنځته کړ. هغې زیاته کړه، یونسکو یو ځل بیا د افغانستان خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د خپلې همکارۍ ژمنتیا اعلانوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.