ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو سرتېرو په لوګر کې خلک وهلي

د ملي اردو سرتېرو په لوګر کې خلک وهلي

author avatar
28 May 2016 - 20:30
د ملي اردو سرتېرو په لوګر کې خلک وهلي
author avatar
28 May 2016 - 20:30

پل علم (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۵): د لوګر ولايت ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونو له لوري وهل شوي دي.

دغه خلک چې د لوګر ولايت د مرکز علي خان او جمعه کلا اوسيدونکي دي او شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده نن د لوګر ولايتي شورا ته د شکايت لپاره را رغلي وو.

د لوګر د مرکز جمعه کلا اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر يې په کلي کې د ملي اردو په موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي: ((زه په کور وم چې د ملی اردو عسکر کور ته را دننه شول او سم د واره يې تر وهلو لاندې ونيولم، په ډېره بې رحمۍ سره يې ووهلم او دواړه لاسونه يې راته مات کړل.))

د هغه، چې دواړه لاسونه يې په غاړه کې پراته وو، زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې زما ګناه څه ده او ولې و وهل شوم، د ملي اردو عسکر مې بې اجازې کور ته را دننه شول او د خپلې کورنۍ پر وړاندې يې دې حالت ته ورسولم.))

دغه راز د علي خان کلي اوسېدونکي ګل رحمن هم وويل چې د ملي اردو د سرتېرو له لوري وهل شوى دى.

هغه وايي: ((پرون زموږ په کلي کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ جګړه وه، موږ له وېرې هم له کوره نه يو وتلي،خو ناببره عسکر کور ته رادننه شول او د کلاشينکوف په کونداغونو يې ووهلم او لاس يې رامات کړ.))

د يادو کسانو په استازيتوب قومي مشر محمدالله پژواک ته وويل چې په يادو دواړو کليو کې نهه تنه د ملي اردو د ځواکونو له لوري وهل شوي دي.

نوموړی وايي: ((جګړه د وسله والو طالبانو او ماين هم د طالبانو له لوري اېښودل شوى و، خو د ملي اردو عسکرو عام خلک پرته له جرم څخه ووهل او لاسونه پښې يې ور ماتې کړې چې دا کار په کوم کتاب او قانون کې دى.))

ده وويل، امنيتي ځواکونه بايد د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي او د خلکو له وهلو دې لاس واخلي.

د يادو خلکو د شکايت په ځواب کې د لوګر د ولايتي شورا مرستيال محمد قسيم خوشيوال وويل: ((موږه ستاسو شکايت واورېده، په دې اړه به پوښتنه وکړو او بيا به تاسو ته ځواب درکړو.))

په لوګر کې د ملي اردو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.