جلال اباد، کندهار ښار (پژواک،۸ غبرګولی۹۵): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته پرون د روداتو ولسوالۍ په ميرانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوی او د دوی درې ملګري ټپيان شوي دي
د خوږياڼي په وينا، همدا راز د دغې نښتې پر مهال د دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي،چې د يو تن ماشوم روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
بلخوا ددې ولايت امنيه قومانداني وايي چې پوليسو په بېلا بېلو عملياتو کې ۱۴ مشکوک وسله وال نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، دا مشکوک کسان تېره شپه په چپرهار او خوږياڼو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې ياد کسان د ماينونو د اېښودو او له وسله والو طالبانو سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي عطاء محمد پژواک اژانس ته وويل، د للمې په کلي کې عمليات ترسره شوي ، خو د نيول شوو کسانو په اړه معلومات نه لري.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار ولايت په تخته پُل ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په انځرګي مانده سيمه کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دوو ماشومانو هغه مهال يوې زړې سرګلولې چاودنه وکړه چې د زړو اوسپنو په راټولولو بوخت وو.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د عبدالقاهر په نوم يو ١٥ کلن ماشوم وژل شوى او د حبيب الله په نوم بل ماشوم سخت ژوبل شوى، چې وروسته د پوليسو لخوا د ولسوالۍ کلينيک ته رسول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن