ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځينه مدني فعالانو د جلال اباد ښار د پاکولو کمپاين ترسره کړ

ښځينه مدني فعالانو د جلال اباد ښار د پاکولو کمپاين ترسره کړ

author avatar
28 May 2016 - 16:29
ښځينه مدني فعالانو د جلال اباد ښار د پاکولو کمپاين ترسره کړ
author avatar
28 May 2016 - 16:29

جلا ل اباد(پژواک، ۸ غبرګولی۹۵): د ننګرهار ولايت يو شمېر ښځينه مدني فعالانو د جلال اباد ښار د پاکولو کمپاين ترسره کړ.

د ياد کمپاين په ترڅ کې د غبرګولي په ٨مه، د "کور ښځينه ادبي بهير" يو شمېر غړې د جلال اباد ښار په واټونو کې وګرځېدې او خځلې يې را ټولې کړې.

د يادې ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل ، غواړي ښاريانو ته وښيي چې ښار پاک وساتل شي او مېرمنې په دې مبارزه کې ونډه لري.

مقدسې يادونه وکړه: ((نن زموږ ټولې نږدې ۳۰ غړې د ښار په واټونو کې دا کمپاين ترسره کوي، په دې کار سره غواړو چې ښاريانو ته پيغام ورکړو، څو ښار پاک وساتي.))

نوموړې پر ښاروالۍ غږ وکړ چې د ښار د پاکوالي لپاره منظم پلان جوړ او ښاريان په کې راشريک کړي.

احمدزۍ زياته کړه، څو ورځې مخکې يې د ښار په درېيمه ناحيه کې هم ياد کمپاين ترسره کړ او تر دې وروسته غواړي دا لړۍ وغځوي.

د دې ټولنې يوې رضاکارې او د الايي لېسې زده کوونکې ملېحې پژواک اژانس ته وويل، غواړي د ياد کمپاين په ترسره کېدو سره د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي.

هغې زياته کړه: ((زه له خلکو غواړم لکه څنګه چې خپل کور پاک ساتي دغسې ښار هم پاک وساتي، هټيوال او ښار مېشتي دې دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.))

نوموړې زياته کړه، ديوې ښځينه فعالې په توګه وياړي چې د خپل ښار په پاکوالي کې برخه اخلي.

تر دې څو اوونۍ مخکې د ننګرهار ښاروالۍ او ولايت مقام د ښار د پاکوالي کمپاين پيل کړی وو او څو ورځې يې دوام درلود.

بلخوا بيا د جلال اباد ښاريان پر ښاروالۍ نيوکې کوي چې د ښار پاکوالي ته سمه پاملرنه نه کوي.

دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولايت کې ښځينه فعالانې د ښار پاکولو په يوه کمپاين کې برخه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.