ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ښځه او خاوند وژل شوي

کونړ کې ښځه او خاوند وژل شوي

author avatar
28 May 2016 - 11:47
کونړ کې ښځه او خاوند وژل شوي
author avatar
28 May 2016 - 11:47

اسعد اباد (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو په کونړ ولايت کې يوه ښځه  اوخاوند وژلي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه د ولايت مرکز اسعداباد ښار اړونده د کرهالې  په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژانده وسله وال يوه کور ته ورغلي، ښځه او خاوند يې لومړی پر ډزو وژلي او بيا يې په چړو وهلي دي .

امنيه قوماندان وايي چې ياده کورنۍ د نورستان ولايت اصلي اوسېدونکې وه او په کونړ کې يې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرولې.

سيدخېل وويل چې د پېښې په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي، خو په سيمه کې پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.

تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.