اسعد اباد (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو په کونړ ولايت کې يوه ښځه اوخاوند وژلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه د ولايت مرکز اسعداباد ښار اړونده د کرهالې په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژانده وسله وال يوه کور ته ورغلي، ښځه او خاوند يې لومړی پر ډزو وژلي او بيا يې په چړو وهلي دي .
امنيه قوماندان وايي چې ياده کورنۍ د نورستان ولايت اصلي اوسېدونکې وه او په کونړ کې يې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرولې.
سيدخېل وويل چې د پېښې په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي، خو په سيمه کې پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.
تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن