جلال اباد (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې په ختيځ کې زون کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب د امنيتي موظفينو له لوري نيول شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړى تېره ورځ ناوخته په جلال اباد ښار کې نيول شوى دى.
ده زياته کړه، کرياب د شک پربنسټ نيول شوى او څېړنې ترې روانې دي او که په اړه يې کومه مسئله پيدا نه شوه، نو ژر به خوشې شي.
خو د کرياب ورور عبدالواحد، پژواک ته وويل چې ورور يې تېره ورځ جلال اباد ته د شخصي کار لپاره تللى و، چې هلته د (٠٢) بهرنيو ځواکونو له لوري نيول شوى او نن د ننګرهار ملي امنيت رياست ته سپارل شوى دى.
د ننګرهار يو شمېر ژورنالېستانو د ننګرهار له والي سليم خان کندوزي سره په دې اړه کتلي دي.
والي په دې ناسته کې د کرياب د نيول کېدو په اړه جزئيات وړاندې نه کړل، خو څرګنده يې کړه چې د نيولو څرنګوالى به يې وروسته معلوم شي او هڅه کوي چې نوموړى ژر خوشې شي.
نعمت الله کرياب له خبريالۍ سربېره د کونړ ولايت په پوهنتون کې استاد دى او په همدې ولايت کې اوسېږي.
د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې ويلي، چې کرياب دې ډېر ژر راخوشې شي او د شواهدو او مدارکو د شتون په صورت کې چې وکولى شي د نوموړي نيول توجيه کړي، دغه دلايل ډېر ژر روښانه او واضح کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن