کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): د فوايد عامې وزارت وايي، د ميدان وردګو ولايت د سنګلاخ درې ته له جلرېز ولسوالۍ د غځېدلي سرک د قير او پخولو چارې راتلونکې اونۍ د جاپان په مالي مرسته پيلېږي.
د يادې پروژې قرارداد نن د فوايد عامې وزير محمود بليغ او د نبي زاده وردګ د سرک جوړونې شرکت مشر عبدالباري وردګ تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
د فوايد عامې وزير محمود بليغ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه سړک د ١٨ کيلومتره په اوږدوالي او دوه متره پياده رونو سره له نړيوالو معيارونو سره سم پخېږي.
وزير زياته کړه، د يادې پروژې ٣٦٥ ميليون او ٦٠٠زره افغانۍ د جاپان له لوري ورکول کېږي او فوايد عامې وزارت به يې د چارو د ترسره کولو پر څرنګوالي څارنه کوي.
بليغ څرګنده کړه، چې په راتلونکو ١٢ مياشتو کې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ بازار او د دغه ولايت د سنګلاخ سيمه په اساسي ډول له يو بل سره ونښلول شي او خلک به په ډېره اسانۍ پرې تګ راتګ وکړى شي.
د فوايد عامې ياد لوړپوړي چارواکي د اقتصادي پراختيا په موخه د ياد سړک پر بشپړېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د دې سرک په جوړېدو سره به هغه څلوېښت کلي چې د سړک په اوږدو کې پراته دي؛ له اسانتياوو به يې ګټه واخلي.
د فوايد عامې وزير څرګنده کړه، د دې سرک په بشپړېدو سره به د دغې پروژې دويمې برخې ته چې د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ او د کابل پغمان ولسوالۍ ته غځېدلې لارې دي؛ زمينه برابره شي.
بليغ د ياد سړک له جوړوونکي شرکت غوښتنه وکړه، څو دغه پروژه د قرارداد متن ته په پام سره په ښه ډول او خپلې ټاکلې مودې ترسره کړي.
د نبي زاده وردګ شرکت مشر عبدالباري وردګ، چې د يادې پروژې د ترسره کولو مسووليت پر غاړه لري، ژمنه وکړه چې دغه سړک په ښه کيفيت او ټاکلې مودې پاى ته ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن