ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونو ځوانانو د ځغاستې سيالي له لارې د سولې غوښتنه وکړه

لسګونو ځوانانو د ځغاستې سيالي له لارې د سولې غوښتنه وکړه

author avatar
29 May 2016 - 20:19
لسګونو ځوانانو د ځغاستې سيالي له لارې د سولې غوښتنه وکړه
author avatar
29 May 2016 - 20:19

خوست ښار (پژواک،٩غبرګولى٩٥): د خوست لسګونو ځوانانو د ځغاستې سيالۍ په ترڅ کې په جنګ کې له ښکېلو غاړو د سولې غوښتنه وکړه.

"جګړه نوره بس ده، موږ سوله غواړو" تر شعار لاندې د ځغاستې ياده سيالي د دې ولايت د تڼيو ولسوالی اړوند د درګي په سيمه کې د درې کيلومترو په واټن ترسره شوه، چې لسګونو ځوانانو په کې ګډون کړی و.

د ځغاستې ياده سيالي چې د تڼيو ولسوالۍ او د خوست د اولمپيک امريت په ګډې همکارۍ سره جوړه شوې وه، موخه يې په هېواد کې روانو جنګ جګړو ته د پای ټکی اېښودل، د ځوانانو يووالی او د سولې راوستل دي.

د تڼيو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ د سيالۍ پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ځوانان نه غواړي چې نور دې په هېواد کې وينه تویه شي او دوی په کلکه د سولې غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په جنګ کې له ښکېلو غاړو غواړو، چې نور دې د بې ګناه افغانانو وينه نه تويوي، له جنګ څخه دې لاس واخلي، سولې ته دې غاړه کېږدي او مسايلو کې چې د دوی ترمنځ اختلاف موجود دی، د خبرو له لارې دې هوار کړي.))

د سيالۍ لومړي، دويم او درېم مقام ګټونکو لوبغاړو ته د تڼيو ولسوالی مقام له خوا ځينې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د ځغاستې لومړي مقام ګټونکي لوبغاړي سيف الله پژواک ته وويل، افغانان نور له جنګونو ستړي شوي دي، نور په هېواد کې روان جنګ ورته د زغملو نه دی او د سولې غوښتنونکي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د دې سيالۍ له لارې نړيوالو ته دا په ثبوت رسوو، چې موږ افغانان سوله غواړو او نړيوال بايد زموږ له دولت سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.))

د يادې سيالۍ يو بل ګډونوال عثمان بيا د تڼيو ولسوالی له مقام څخه مننه کوله، چې د سولې په نوم يې د ځغاستې سيالي برابره کړې وه.

هغه هم په جګړه کې په ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې او ورورولۍ په يوه ټغر سره کېني، څو افغانان نور له شته بدبختيو وژغورل شي.

نوموړی زياتوي: ((زما په نظر دا ډول پروګرامونه که هر څوک برابروي، ډېر اغېزمن تماميږي، يوه ګټه يې دا ده، چې ځوانانو ته سالم مصروفيت پيدا کېږي او بل له ځان سره د سولې او اتحاد پيغام لري.))

د يادې سيالۍ يو شمېر نورو ګډونوالو بيا له حکومته غوښتنه کوله، چې د اسلامي حزب له مشر ګلبدين حکمتيار سره د سولې خبرې وروستۍ کړي، ځکه دا به نورې وسله والې ډلې هم د سولې خبرو ته لېواله کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.