پل علم (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې په دې ولايت کې يې کابو پنځه ټنه نشه يي توکي وسوځول او په تړاو يې ١٦ تنه نيولي دي.
د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال داوود احمدي، نن د دې نشه يي توکو د سوځولو پرمهال وويل چې دغه مواد په تېره يوه کال کې د لوګر له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي وو.
ده زياته کړه، په دغو توکو کې چې زياتره يې د لوګر له لارې له ختيځو ولايتونو څخه جنوبي ولايتونو ته وړل کېدل، ٣٤٠٨ کيلوګرامه چرس، ١٣٣٥ کيلوګرامه مورفين، سل کيلوګرامه هيرووين او ١٦٠ کيلوګرامه شيشه شامله ده.
د هغه په وينا، له دې نشه يي توکو سره په تړاو يې ١٦ کسان او نهه موټر نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن