ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له خوست سره پر ډیورنډ کرښه لارې تړلې دي

پاکستان له خوست سره پر ډیورنډ کرښه لارې تړلې دي

author avatar
29 May 2016 - 14:50
پاکستان له خوست سره پر ډیورنډ کرښه لارې تړلې دي
author avatar
29 May 2016 - 14:50

خوست ښار (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): پاکستاني ځواکونو له تېرې چهارشنبې راهيسې پر ډيورنډ کرښه له خوست سره د تګ راتګ لارې تړلې او پر سپرليو سربېره بار وړونکو موټرو ته هم اجازه نه ورکوي چې د کرښې کومې غاړې ته واوړي.

په سوېل ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د دويمې لوا قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو ښکاره دلايل نه دي ويلي، خو داسې ښکاري چې کوم ځانګړی پلان لري.

نوموړي چې د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ له يوې سرحدي سيمې څخه يې له پژواک سره خبرې کولې، وويل چې د ستونزې د هواري په برخه کې يې پوره هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه وويل: ((پاکستان تل ستونزې جوړې کړې دي. له خوست سره يې د سرحد له تړلو څخه هم ښکاري چې د کوم ځانګړي پلان د پلې کولو نيت لري.))

په همدې حال کې سوداګر او نور خلک وايي چې له يادې کرښې د لارو په تړلو سره د نورو ټولنيزو ستونزو تر څنګ له پاکستان څخه د سوداګريزو مالونو په رالېږدولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د خوست ښار د دوکاندارانو او سوداګرو د صنفي اتحاديې مشر انعام رحماني پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د لومړنيو خوراکي توکو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.

هغه وويل: ((د اوړو يوه بورۍ کې سل روپۍ توپير راغلی، همدارنګه د نورو لومړنيو خوراکي موادو نرخونه هم لوړ شوي. د بازار تقاضا زياته ده او توکي ورځ په ورځ کمېږي.))

رحماني زياته کړه، که سوداګريز مالونه د تورخم او يا د پکتيا له لارې له پاکستان څخه وارد کړي، زيات لګښت پرې راځي چې په دې سره يې نرخونه نور هم لوړېږي.

نوموړي وويل: ((که موږ مالونه راوړو، لومړی به يې کابل، بيا پکتيا او بالاخره خوست ته رارسېږي. که د ټل له سيمې سره يې پرتله کړو، څو چنده زياته کرايه پرې راځي.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د يادو لارو تړل نه يواځې د سوداګرو لپاره ستره ستونزمنه مسئله وبلله، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د تګ راتګ په مخ کې يې جدي ستونزه ياده کړه.

هغه پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د يادو لارو د تړلو په اړه تر اوسه له ځايي حکومت سره کوم دلايل نه دي شريک کړي، خو له حکومتي چارواکو سره دغه ستونزه شريکه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((دا د دواړو هېوادونو په کچه مسئله ده او موږ په دې اړه مرکزي دولت ته معلومات ورکړي دی. هيله من يو چې له ديپلوماتيکو لارو چارو څخه سرحد بېرته پرانيستل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.