جلال اباد- مزارشريف (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار پنځه طالبان او په بلخ کې يو سوداګر او دوه تنه نور وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وويل چې د نښتې په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي .
د هغه په وينا، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسله والو طالبانو غوښتل د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي چې په ترڅ کې د خالد په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان هم ووژل شو.
خوږياڼی وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې امنيتي منسوبينو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بلخ د والي وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې نن سهار وختي ناپېژانده وسله والو د صديق کندهاري په نوم يو سوداګر پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي: ((دغه پېښه د روضې جنوب لور ته سهار وختي رامنځته شوې ده.))
درانى وايي چې صديق کندهاري غوښتل په بلخ کې پانګونه وکړي خو خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې و وژل شو.
ده وويل چې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز دراني وويل چې تېره شپه د مزارشريف ښار د خالد بن وليد په ښارګوټي کې د خپلمنځي جګړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وويل چې د جګړې لامل تر اوسه روښانه نه دى خو د دې پېښې په تور يو تن نيول شوى دى.
د خالد بن وليد ښارګوټي اوسېدونکي حبيب رسول هم ياده پېښه تاييد کړه خو په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن