جلال اباد (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت رياست په کونړ ولايت کې د بي بي سي خبريال خوشې کړى دى.
په کونړ ولايت کې د بي بي سي خبريال چې د څه کار لپاره جلال اباد ښار ته راغلى و، دوه ورځې مخکې د ځانګړو ځوکونو لخوا نيول شوى و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کرياب تر نيول کېدو وروسته د پلټنو لپاره د ملي امنيت رياست ته سپارل شوى و.
سرچينې زياته کړې چې ملي امنيت نن تر غرمې مخکې کرياب خوشې کړى دى.
نعمت الله کرياب پژواک ته وويل چې دى د ملي امنيت لخوا خوشې شوى او د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځاى شوى دى.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د يادونې ده چې د ملي امنيت ځواکونو څو ورځې مخکې د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم نيولى و، چې دوه ورځې وروسته خوشې شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن