ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده

د کندوز په ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده

author avatar
30 May 2016 - 19:05
د کندوز په ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده
author avatar
30 May 2016 - 19:05

 کندوز (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٥): د کندوز ولايت د مهمو دولتي ادارو په بستونو کې د ښځو شتون ډېر کمرنګه دى او د دغه ولايت په عدلي او قضايي بنسټونو کې کومه ښځه شتون نه لري.

 د کندوز ولايت يو شمېر مدني فعالان وايي، چې په دغه ولايت کې ښځې د افغان دولت د قوانينو او مقررو خلاف په ادارو کې تر ټولو کم رول لري او حکومت چې څرنګه ژمنه کړې، بايد ښځو ته په مهمو ادارو کې اساسي رول ورکړي.

 کندوز کې يوې مدني فعالې راحله شېرزاد په حکومت کې پراخه فساد او په کاري چاپېريال کې نه خونديتوب؛ د ښځو په وړاندې اساسي ستونزې بولي او وايي: "ښځې تحصيل کوي، زحمت باسي، خو چې کله يوې ادارې ته مراجعه او کار کوي؛ نارينه همکاران د همکار په سترګه نه ورته ګوري او په دې فکر کې وي چې له هغې ناوړه ګټه واخلي."

 د کندوز ولايتي شورا غړې فوزيه يفتلي په دې نيوکه وکړه، چې افغان حکومت همېشه د ښځو د پياوړتيا او پرمختګ لپاره ژمنه کړې، خو په دې برخه کې يې هيڅکله هم کوم کار نه دى کړى.

مېرمن يفتلي زياته کړه: "د ښځو د پرمختګ په برخه کې د حکومت کړنې په بشپړه توګه ناکامې وې، تر اوسه پورې له هغو وړتياو څخه چې ښځې يې لري؛ د حکومت په جوړښت کې ګټه نه ده پورته شوې."

 هغې د کندوز له والي وغوښتل، چې د دغه ولايت په ادارو کې د پوه ښځو د استخدام به برخه کې جدي ګام پورته کړي.

 کندوز کې د ښځو حقونو يوې فعالې مرضيې رستمي هم وويل چې په کندوز ولايت کې ښځې د تصميم نيولو په بستونو کې شتون نه لري او کوم بستونه چې ښځو ته ځانګړي شوي؛ ډېرى يې سمبوليک دي.

 نوموړې د نيوکې ترڅنګ زياته کړه: " د کندوز د سقوط له پېښې وروسته په دولتي ادارو کې د ښځو ښکاره شتون هم تر اغېز لاندې راغلى او تر دې چې سړي هم په دولتي ادارو کې د ښځو له شتون سره مخالف دي، چې په کندوز کې دا ټول مسايل د ښځو پر سياسي ونډې او فعاليتونو منفي اغېز ايستلى دى."

 د کندوز په دولتي ادارو کې د ښځو د شتون په اړه په داسې حال کې نيوکې راڅرګنديږي، چې په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر دولتي او غير دولتي بنسټونه او موسسې، افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په موخه تاسيس او په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې څخه ډېرې پيسې لګول شوې دي.

 د کندوز ولايت د ښځو چارو رياست سرپرسته ناهيد اصفي، يواځينۍ ښځه ده چې په کندوز کې  په لوړ حکومتي بست کار کوي.

هغې هم منلې چې د کندوز په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دى او د استخدام په لړۍ کې تر ډېره اړيکو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

 مېرمن اصفي وويل، چې د کندوز د ښځو چارو له رياست پرته بله کومه داسې اداره او رياست شتون نه لري چې رييس او يا مرستيال يې کومه ښځه وي، ښځې تر ډېره په ټيټو بستونو باندې کار کوي چې هغوى هم کمرنګه شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.