ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلول ځوان چې پوهنتون ته يې لار موندلې: د بريا لار ټولو ته پرانيستې ده

معلول ځوان چې پوهنتون ته يې لار موندلې: د بريا لار ټولو ته پرانيستې ده

author avatar
30 May 2016 - 20:19
معلول ځوان چې پوهنتون ته يې لار موندلې: د بريا لار ټولو ته پرانيستې ده
author avatar
30 May 2016 - 20:19

کابل (پژواک،١٠ غبرګولى ٩٥): يو معلول ځوان چې په ډېر زيار يې ښوونځى پاى ته رسولى او د کانکور ازموينه کې په ګډون سره کابل پوهنتون ته يې لار موندلې ده، وايي چې معلولين هم وړتيا لري؛ د بريا لار د ټولو لپاره پرانيستې ده.

٢٥کلن حسيب الله شهابي چې د پنجشېر اوسېدونکى دى، له جنيټيکي اړخه يې دواړه پښې فلج دي او د خپل عمر ډېره برخه يې د لاسونو په مرسته پر ځمکه تللى دى.

دا معلول خو هيله من  او هوډمن ځوان چې اوس د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د دويم کال محصل دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "څو مياشتې کېږي چې له ولچر نه استفاده کوم؛ خو له دې مخکې مې د تګ راتګ وسيله نه درلوده او د لاسونو په مرسته مې پر ځمکه ځان کشاوه."

حسيب زياته کړه: "د لارې په اوږدو کې مې څو ځله دمه کوله او بيا به مې  د ليليې او پوهنځي ترمنځ مزل کاوه."

نوموړي زده کړو ته د دوام په اړه  خپل هوډ داسې بيان کړ: "خپلو زده کړو ته به دوام ورکړم، څو ښه دنده ترلاسه کړم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."

حسيب شهابي پوهنتون ته لار موندل  د يوې هيلې په توګه ياد کړل او ويې ويل: "کابل پوهنتون يو مشهور تحصيلي بنسټ دى او يوه هيله مې دې ځاى ته لار موندل و، څو وکولى شم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او له نېکه مرغه خپلې دې هيلې ته ورسېدم."

دا معلول ځوان د زياتو ستونزو ترڅنګ د دې ورپېښې روغتيايي ستونزې له امله وويل، چې د ځان او افغانستان راتلونکې ته هيله من دى.

د نوموړي په اند، افغانستان تر ډېره تحصيل کړو ځوانانو ته اړتيا لري او په دې برخه کې معلول کسان هم بايد د زده کړو ترلاسه کولو له لارې د ځان او هېواد راتلونکې لپاره کار وکړي.

شهابي زياته کړه: "دا چې موږ فزيکي کارونه نه شو کولى، بايد د زده کړو له لارې ځان مناسب ځاى ته ورسو."

حسيب چې په ١٣٩٣کال کې د ٢٨٤ نومرو په ترلاسه کولو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي ته لار موندلې ده، وويل: "غوښتل مې د حقوقو پوهنځى ولولم؛ خو په هر حال د کرنې رشته مى هم خوښېږي او غواړم چې پاى ته يې ورسوم."

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې ورزش په ځانګړې توګه له فوټبال سره مينه لري، وويل چې د بدني کمزورتيا له امله نه شي کولى په عملي توګه ورزش وکړي، خو د دې ترڅنګ د ريال ماډريډ لوبډلې سخت مينه وال دى.

حسيب چې واده يې نه دى کړى، اوسمهال د پوهنتون ليليه کې اوسېږي، وايي چې د لس کسيزې کورنۍ غړى دى او يوه مشره خور او ورور يې هم دا صحي ستونزه لري او له معلوليت څخه ځورېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.