کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): ولسي جرګې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو د دولت د اساسي تشکيلاتو قانون طرحه ډېر ژر د تصويب لپاره ملي شورا ته واستوي.
د دولت د اساسي تشکيلاتو قانون طرحه د وزيرانو شورا له تاييد څخه وروسته د ١٣٨٥کال په زمري مياشت کې د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شوه او ولسي جرګې له ١٣مياشتو وروسته بېرته د بيا کتنې لپاره حکومت ته واستوله.
په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو استازي فکور بهشتي د دې جرګې په نننۍ غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه، څو د دولت د اساسي تشکيلاتو د قانون طرحه ډېر ژر ملي شورا ته واستوي.
نوموړي د جزياتو له ورکولو پرته وويل چې د سولې عالي شورا په ګډون، څو دولتي موسسې د ملي شورا له خبرولو پرته رامنځته شوي دي.
د دې جرګې ځينو نورو غړو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ياد قانون طرحه ملي شورا ته واستوي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل: "څو ځلي مو له حکومته وغوښتل او مکتوب مو ور واستاوه څو د اساسي تشکيلاتو د قانون طرحه ملي شورا ته واستوي؛ خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی."
نوموړي د اساسي تشکيلاتو د قانون طرحه د هېواد له مهمو قوانينو وګڼله او زياته يې کړه چې د داسې قانون شتون د ادارې او ولس بېړنۍ اړتيا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن