ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د اتو پاکستاني ملېشه وو په ګډون دېرش وسله وال وژل شوي

پکتيا کې د اتو پاکستاني ملېشه وو په ګډون دېرش وسله وال وژل شوي

author avatar
30 May 2016 - 17:10
پکتيا کې د اتو پاکستاني ملېشه وو په ګډون دېرش وسله وال وژل شوي
author avatar
30 May 2016 - 17:10

ګردېز (پژواک،١٠غبرګولى٩٥): په پکتيا کې امنيتي چارواکي وايي چې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د اتو پاکستاني ملېشه وو په ګډون دېرش وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په سوېل ختيځ زون کې د ٣٠٣ زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد د غبرګولي په ١٠مه خبريالانو ته وويل، دوه ورځې وړاندې وسله والو مخالفينو په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

ده زياته کړه، ورورسته له دې بريدونو امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د اتو پاکستاني ملېشه وو په ګډون ٣٠ وسله وال ووژل شول.

هغه وايي: ((په دې جګړه کې پاکستاني ملېشه هم وژل شوي او دوى ځکه وژل شوي، چې د وسله والو په ملاتړ يې جګړه کوله.))

د يادو کسانو جسدونه هم خبريالانو ته وښودل شول.

د شېرزاد په وينا، د پاکستاني ملېشه وو يو تن  يې ژوندى هم نيولى او دا مهال له دوى سره دى.

دى زياتوي، وسله وال مخالفين يواځې تبليغ کوي او د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.