کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د فوايد عامې وزارت ځیني رييسانو د شکايت ليک په لاسليک کولو سره وويل چې د دوى بستونه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون خلاف د عامه ګټو وزارت له لوري سيالۍ ته وړاندې شوي دي.
معترضانو یاد وزارت تورنوي چې د ملکي خدمتونو کار کوونکو قانون خلاف يې په ٢٢ ولايتونو کې اړوند رياستونه د اداري اصلاحاتو د نوي پروګرام (CBR) له لارې سيالۍ ته وړاندې کړي، په داسې حال کې چې په خبره يې دغه کسان د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لارې د ولسمشر د حکم پر بنسټ مقرر شوي دي.
د بدخشان د فوايد عامې رييس عبدالغني پژوک خبري اژانس ته وويل: ((څلور کاله وړاندې د يوې رڼې رقابتي پروسې له لارې وتوانېدم چې د عامه ګټو د مشر په توګه مقرر شم، په دې موده کې وتوانېدم چې د بدخشان ولايت خلکو ته غوره خدمتونه او ښې پاليسي ګانې وړاندې کړم، خو وزارت د ملکي خدمتونو قانون خلاف دغه بست سيالۍ ته وړاندې کړى دى.))
د هغه په خبره، د وزارت له ارزونو سره سم د دغه بست معيارونه لري او نه شي پوهېږي چې د کوم لامل په سبب دغه نوى اقدام شوى دى.
عبدالغني د فوايد عامې وزارت مشرتابه تورن کړ چې په دې برخه کې يې د سليقې او نژادي اړخونو پر بنسټ اقدام کوي.
د سرپل د فوايد عامې رييس عبدالرووف عبيدي هم وويل چې د فواید عامې وزارت بې له ارزونې او پرته له دې چې تخصص او مسلکي والى په پام کې ونيسي، د ده پوسټ اعلان ته سپاري.
هغه زياته کړه: ((درې کاله وړاندې د ازادې سيالۍ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له ازموينې تېرولو وروسته د رييس په توګه وټاکل شوم.))
خوعبيدي ادعا وکړه چې د ټولګټو وزارت چارواکي غواړي له دې لارې خپل نږدې کسان استخدام کړي.
د سمنګان د فواید عامې مشر ضياء همايون هم وايي چې د انجينري له پوهنځي فارغ التحصيل دى او لس کلنه تجربه لري، خو اوس پر دې سربېره هم ګوښه کېږي.
نوموړي پر دغه اقدام د اعتراض تر څنګ وويل چې وزارت بايد د قانون خلاف عمل ونه کړي.
د فارياب د فوايد عامې رييس غلام فاروق چې د معترضينو په ډله کې و، وويل چې که چېرې د ټولګټو وزارت له کوم قانوني دليل پرته دى ګوښه کړي، شکايت کوي او پر وړاندې به يې په محکمه کې دعوه وکړي.
د جوزجان د فوايد عامې رییس عطاءالله کارګر هم د وزارت پر دغه اقدام د نيوکې تر څنګ وويل چې په دې برخه کې د اوسنيو رييسانو بيا استخدام ته هېڅ لومړيتوب نه دى ورکړل شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن