ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د غزني خوږياڼو کې ٣٠ کلي له وسله والو پاک شول

چارواکي : د غزني خوږياڼو کې ٣٠ کلي له وسله والو پاک شول

author avatar
30 May 2016 - 17:22
چارواکي : د غزني خوږياڼو کې ٣٠ کلي له وسله والو پاک شول
author avatar
30 May 2016 - 17:22

غزني ښار (پژواک،۱۰غبرګولى۹۵):د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې ٣٠ کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک کړي دي.

خوږياڼي د غزني له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې د ناامنيو له امله يې دا مهال د ولسوالۍ مرکز هم غزني ښار ته څېرمه ولي کلا سيمې ته رالېږدول شوى دى.

خو په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن توريالي د غبرګولي په ١٠مه خبريالانو ته وويل، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره دوه ورځې وړاندې عمليات پيل شوي دي.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې تراوسه د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان ملا محب الله په ګډون څلور طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي، خو امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي هم وويل چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.

دى وايي: ((هغه سيمې موږ له طالبانو نيولي چې سنګرونه يې په کې جوړ کړي و او له هغه ځايه به يې پر موږ ډزې کولې.))

دغه راز د دې ولسوالۍ د سرې کلا اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

هغه زياتوي، په دې نښتو کې دواړه لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم ياد شوي عمليات تاييدوي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې پرمختګ نه دى کړى.

د ده په خبره، په خوږياڼو ولسوالۍ کې تر اوسه ١٢ پوليس او يو طالب وژل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت موظفينو په لوګر ولايت کې د حقاني شبکې درې غړي نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.