جلا ل اباد (پژواک،۱۱ غبرګولی ۹۵): چارواکي وايي، د کابل په سيند کې د اوبو کچې د لوړېدو له امله د بهسودو د دويم پله کارونه ټکني شوي دي.
د بهسودو د دويم پله چارې کابو ۸۵ سلنه ترسره شوې؛ خو د اوبو د ډېرېدو له امله جوړوونکی شرکت نه توانېږي څو د شپږو پايو پر سر ګاډر او سلبونه واچوي.
د بهسودو د پخواني پول ډېرې برخې زيانمنې شوې او ګڼه ګوڼه پرې ځکه زياته وي چې د ننګرهار، کونړ او نورستان د ٢٧ ولسواليو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد بهاءالدين هاشمي پژواک اژانس ته وويل، له ډېرې مودې راهيسې د دې پله کارونه ټکني روان دي.
هاشمي وايي: ((زه په جلال اباد د يوې لېسې زده کوونکی يم، هر ورځ په دې پله تګ راتګ کوم؛ نو ډېر وخت مې د پخواني پول پر سر په ګڼه ګوڼه کې تېرېږي.))
هغه زياتوي، حکومت بايد پر جوړوونکي شرکت فشار راوړي؛ څو کارونه يې ګړندي کړي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس حمدالله "طلوع" پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د سيند د اوبو د ډېروالي له امله د بهسودو د دويم پُله کارونه ټکني او ځنډني شوي دي.
طلوع وايي: ((په لومړيو کې پول جوړوونکي شرکت خپل کارونه ښه او پر وخت تنظيم نه کړل، د قرارداد مطابق يې کارونه ونه شو کړای، کارونه يې بايد پر وخت ترسره شوي وای.))
د فوايد عامې د رييس په وينا، څو چې د اوبو سطحه نه وي کمه شوې، تر هغو په سيند کې کارونه ناشوني دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ډاکټر ناصر کامه وال پژواک ته وويل، د ياد پول د کارونو د ځنډني کېدو له امله ډېرو خلکو ته مشکلات جوړ دي.
کامه وال وايي: ((پر زاړه پله د موټرو او لارويو ګڼه ګوڼه ډېره وي، کارونو او چارو ته رسېده ګي ستونزمنه ده، ناروغان په تکليف کې وي، مامورين او زده کوونکي پر وخت نه شي رسېدلی.))
د ولايتي شورا وکيله حبيبه کاکړ بيا يادونه کوي، د بهسودو پر پله د ګڼې ګوڼې له امله هر ورځ شورا ته پر وخت رسېده ګي نه شي کولی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن