ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ملکي روغتون د بسترونو له جدي کمښت سره مخ دی

د هلمند ملکي روغتون د بسترونو له جدي کمښت سره مخ دی

author avatar
31 May 2016 - 16:36
د هلمند ملکي روغتون د بسترونو له جدي کمښت سره مخ دی
author avatar
31 May 2016 - 16:36

لښکرګاه (پژواک ۱۱ غبرګولی۹۵): د هلمند يو شمېر اوسېدونکي او د عامې روغتيا مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ناروغانو د ډېروالي له امله د هلمند ملکي روغتون د بسترونو له کمښت سره مخ دی.

ځايي روغتيايي چارواکي وايي چې په ملکي روغتون د ١٥٠ بسترو ظرفيت لري، خو دوى تر ٣٠٠ پورې ناروغانو ته په ستونزمنو حالاتو کې د بستر کولو زمينه برابره کړې ده.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري وايې، د هلمند مرکزي روغتون بُست د ۱۵۰ بستره ځای لري چې د اړتيا د پوره کېدو په موخه يې اوس ۳۰۰ بستره ځای پر ځای کړي دي.

د ده په وينا، له ٣٠٠ بسترو سره هم ستونزه نه هوارېږي؛ ځکه چې دوى ته هره ورځ ګڼ ناروغان او ټپيان ور وړل کېږي.

غفاري پژواک اژانس ته وويل، له يوې خوا د نا امنيو له امله ډېر ټپيان ورته ور وړل کېږي له بلې خوا په اوسني موسم کې پر لويانو سربېره د ماشومانو ډول ډول ناروغۍ هم را منځته کېږي چې له امله يې مراجعين زيات شوي او دوى نه شي کولو د ټولو ښه درملنه وکړي.

د عامې روغتيا رييس وويل چې دغه راز په دغه روغتون کې د ښو خدمتونو له امله له نورو ولسواليو او نږدې ولايتونو ناروغان هم دلته راوړل کېږي.

غفاري وايي چې دا مهال د ولايت په کچه ۸۷ روغتيايي مرکزونه د ولايت په مرکز او ولسواليو کې فعاليت کوي چې ځينې يې د موسسو او ځیني نور د عامې روغتيا له خوا حمايه کېږي.

د هغه په وينا، په يادو ۸۷ روغتيايي کلينيکونو کې يې ۱۲ ودانۍ نه لري، ځيني يې ګرځنده دي او ځيني يې په کرايې کورونو کې فعاليت کوي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري وايي چې دغه راز دوه د روږدو لپاره فعال روغتونونه لري چې يو يې ٥٠ او بل يې ٢٠ بستريز دي.

ده وويل چې يواځې په سنګين ولسوالۍ کې يو روغتون تړل شوى او نور ټول فعال دي او د خلکو درملنه کوي.

غفاروي زياتوي، په هغو سيمو کې چې امنيت يې نسبتاً ښه دى، د مياشتې تر دوو زرو پورې د ناروغانو درملنه کېږي.

د هغه په وينا، په ځینو سيمو کې چې جګړې وي، هلته د د لنډې مودې لپاره روغتون يا کلينيک وتړل شي، خو د جګړې له ختمېدو سره سم بېرته پرانيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.