ايبک (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د سمنګانو په "دره صوف پايين" ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د پروژې يو انجنير تښتولى دى.
د سمنګانو د والي وياند محمد صديق عزيزي وايي چې د ذکي الله په نوم ياد انجنير د "توسعه" په نوم له يو خصوصي شرکت سره کار کوي.
هغه وايي چې ذکي الله له امنيتي ارګانونو سره له همغږۍ پرته د دې ولسوالۍ د "بيانانو" او "تاقچي" سيمو ته چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، تللى و او تېره ورځ مازيګر مهال تښتول شوى دى.
د دره صوف ولسوال فخرالدين مبارز هم ورته څرګندونې کوي او وايي، دغه انجنير ځکه يادو سيمو ته د خپل تګ په اړه امنيتي ارګانونو ته نه و ويلي، چې ياد شرکت هلته د سړک جوړونې د يوې پروژې په اړه له طالبانو سره تفاهم درلود.
دى وايي چې دغه انجنير د ناپېژانده کسانو له خوا د دې ولسوالۍ له "دشتک" سيمې تښتول شوى او طالبانو هم ويلي چې د هغه د موندلو او خوشي کولو هڅې يې پيل کړي دي.
د انجنير ذکي الله د تښتولو مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن