ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نهه پاکستانيانو په ګډون ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
31 May 2016 - 18:42
author avatar
31 May 2016 - 18:42

جلال اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولى ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په حصارک او اچين ولسواليو کې د يوه قوماندان په ګډون لسو داعشيانو او شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼۍ د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په مامندو سيمه کې پر داعش وسله والو د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی.

د والي وياند وايي، په دې بريد کې د مولوي منصور په ګډون د داعش لس غړي وژل شوي،چې په وژل شويو کې يې نهه  پاکستانيان دي .

د والي وياند زياتوي چې په حصارک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنخ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او پنځه ټپيان دي.

خوږياڼی وايي، په دغو نښتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته  زيان نه دی اوښتی .

وسله والو طالبانو او داعش تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.