ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې د بېځايه شوو شمېر دوه چند شوی”

“په افغانستان کې د بېځايه شوو شمېر دوه چند شوی”

author avatar
31 May 2016 - 16:52
“په افغانستان کې د بېځايه شوو شمېر دوه چند شوی”
author avatar
31 May 2016 - 16:52

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): د بښنې نړيوال سازمان د يوه تازه راپور پايلې څرګندوي چې په وروستيو درېيو کلونو کې په افغانستان کې د بې ځايه شوو کورنیو شمېره شاوخوا ٥٠ سلنه لوړ شوی دی.

د ياد راپور د موندنو پر بنسټ چې نن تر ((اولادونه به مې دغه ژمي کې ومري)) نوم لاندې خپور شو، په افغانستان کې يې د وروستيو شخړو او جنګونو له امله د بې ځايه شوو اندازه ١،٢ ميليونه کسان ياد کړي دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره له ٢٠١٣ کال نه وړاندې ٥٠٠ زره کسان اټکل شوې وه.

دغه راپور چې په کابل، هرات او بلخ ولايتونو کې له سلو بېځايه شوو سره د راپور پر بنسټ چمتو شوى، څرګندوي چې د افغانستان په اړه د نړيوالو پاملرنه کمه شوې چې دغه کار د کورنيو نښتو په سبب د بېځايه شوو پر وضعيت سيورى غوړولى دى.

د بښنې نړيوال سازمان په دغه راپور کې موندلې چې په تېرو څو کلونو کې د بېځايه شوو په وضعيت کې د کمو مرستو او د هغوى د بنسټيزو اړتياوو د نه پوره کېدو له امله زيات خراب شوى دى.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې اوسمهال بېځايه شوي په ناوړه حالت کې دي او ستونزمن ژوند تېروي.

د دغه راپور موندنې څرګندوي چې بېځايه شوي د څښاک پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو، د خوړو او ښوونې روزنې ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي او دغه ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي.

په دغه راپور کې ويل شوي: ((بې ځايه شوي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي، خو د دغه وضعيت د پاى ته رسولو لپاره کوم څرګ نه ليدل کېږي.))

د بښنې نړيوال سازمان د سوېلي اسيا د څانګې مشر چمپا پاټيل (Champa Patel) نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د حکومت له خوا د کورنيو بې ځايه شوو د وضعيت د ښه والي لپاره ډېرې ژمنې ورکړل شوې، خو دا ژمنې تر اوسه نه دې عملي شوې.

هغه زياته کړه چې د کورنيو بې ځايه شوو په برخه کې د حکومت نوې کړنلاره په ٢٠١٤ کال کې تصويب شوه چې دا پاليسي کولى شي د بې ځايه شوو د وضعيت په ښه والي کې مهم او بنسټيز نقش ترسره کړي، خو له بده مرغه چې دغه کړنلاره د خنډونو لکه اداري او مالي فساد، په حکومت کې د ظرفيت نشتوالی او په نړيواله کچه يې پلي کېدو ته د تمايل نشتوالي په سبب نه ده عملي شوې.

د دغه بنسټ يوه څېړونکي اولاف بلومکويست (olof Blomaqvist) وويل چې نړيواله ټولنه دې هم د دې کړنلارې په پلي کېدو کې ونډه واخلي، ځکه چې افغانستان نه شي کولى هغه په يواځې سر عملي کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.