ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کندهار کې القاعده شبکه فعاليت نه لري”

“په کندهار کې القاعده شبکه فعاليت نه لري”

author avatar
31 May 2016 - 15:57
“په کندهار کې القاعده شبکه فعاليت نه لري”
author avatar
31 May 2016 - 15:57

کندهار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې  په کندهار کې د القاعدې په نوم ډله فعاليت نه لري، بلکې دغلته جنګېدونکې ډلې او افراد په وسله والو مخالفينو پورې تړلي دي.

دغه چارواکي وايي هر څوک چې له هرې وسله والې ډلې سره تړاو لري نه يواځې د نظام بلکې د خلکو او هېواد دښمنان دي.

په دې وروستيو کې ځينو بهرنيو او کورنيو چارواکو داسې څرګندونې کړې چې ګواکې القاعده شبکې د افغانستان په سوېل او په ځانګړې توګه په کندهار کې خپل مرکزونه پرانيستي او له هماغه ځايه په لوېديځ او بېلابېلو ولايتونو کې خپل بريدونه تنظيموي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانى سرپرست معصوم ستانکزي تېره مياشت ويلي وو، په افغانستان کې د القاعدې فعاليتونه کمرنګه ، خو د پراخېدو په حال کې دي.

دغه راز په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال جنرال بوچانان ويلي، چې په کندهار کې د القاعدې تر ټولو ستر مرکز له منځه وړل، ددې څرګندوى کوي چې دغه ډلې په ياده سيمه کې فعاليتونه پراخه کړي دي.

خو د کندهار چارواکي وايي، دلته القاعده نشته، ولې وسله وال مخالفين شته.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د هغو معلوماتو پر بنسټ چې موږ يې لرو، دا نه شو تائيدولاى چې دغلته دې القاعده شبکه فعاليت ولري.))

هغه زياته کړه، د کندهار په نږدې او لرې پرتو سرحدي ولسواليو کې القاعده شبکه نه مرکزونه لري او نه هم کوم فعاليت لري، دلته جنګېدونکې ډلې او افراد په وسله والو مخالفينو پورې تړاو لري.

خو ده يادونه وکړه چې که هر څوک په هرې ډلې پورې تړاو لري، نه يواځې د نظام بلکې د دې هېواد د خلکو دښمنان دي.

هغه  دا هم وويل چې ډېر مهال د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې بهرني ترهګر هم وژل شوي او يا ژوندي نيول شوي چې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې فعاليت کوي.

خپلواک د بېلګې په توګه په دې وروستيو کې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د يوه پاکستاني ماين جوړوونکي د نيول کېدو يادونه وکړه چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې د وسله والو طالبانو لپاره ماينونه جوړول.

بل خوا د کندهار امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالرازق وايي، هغه خبرونه چې په دې وروستيو کې خپرېږي چې ګواکې په افغانستان کې القاعده شبکې بيا فعاليت پيل کړى، د لشکر طيبه يوه ډله ده چې په دې وروستيو کې ورڅخه جلا شوې او د افغانستان تر څنګ په کشمير کې هم فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.