ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې له تښتول شوو لس کسان وژل شوي

په کندوز کې له تښتول شوو لس کسان وژل شوي

author avatar
31 May 2016 - 10:09
په کندوز کې له تښتول شوو لس کسان وژل شوي
author avatar
31 May 2016 - 10:09

لومړى تعقيب- کندوزښار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو د تښتول شوو مسافرو له ډلې ١٠ کسان وژلي او نږدې ١٨ نور لا هم ورسره بنديان دي.

د دغه ولايت د ځايي چارواکو په خبره، طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې څه باندې ٢٠٠ مسافر چې له کابل نه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان وو، کندوز ښار ته نږدې له موټرو ښکته کړل او بيا يې له ځان سره بوتلل.

د کندوز د علي اباد ولسوال حيات الله فقيريار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نيول شوو له ډلې ٤٥ له څېړنو وروسته برمته شوي او پاتې نور يې خوشي کړي دي.

خو د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونوال معصومي صافي وويل چې طالبانو له دې ډلې ١٠ کسان وژلي او ١٨ نور لاهم د هغوى سره بندي دي.

هغه زياته کړه چې تښتول شوي مسافر د چهاردرې ولسوالۍ لرې پرتو سيمو ته لېږدول شوي او د خوشي کولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د مدني بنسټونو ټولنې مشر سيف الدين سايس وايي په وژل شوو مساپرو کې ١٢ کسان د ملي اردو سرتېري دي چې د بدخشان ولايت اوسېدونکي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.