ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه د بې ويزې افغانانو پر مخ وتړل شوه

تورخم دروازه د بې ويزې افغانانو پر مخ وتړل شوه

author avatar
1 Jun 2016 - 12:20
تورخم دروازه د بې ويزې افغانانو پر مخ وتړل شوه
author avatar
1 Jun 2016 - 12:20

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۵): پاکستاني پوليسو د تورخم پر دروازه نوي محدوديتونه لګولي چې له مخې بې ويزې افغانانو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان سمونوال ولي خان شينواري د غبرګولي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري دا تګلاره نن د جون له لومړۍ نېټې پلې کړې ده.

شينواري زياته کړه: ((پاکستاني لوري موږ ته ويلي وو چې د جون له لومړۍ نېټۍ وروسته بې پاسپورټه افغانان پر تورخم نه ور پرېږدي، موږ په دې تړاو مرکزي حکومت خبر کړی دی.))

هغه تاييد کړه چې له همدا نن دغه محدوديت پيل شوی دی.

تر دې مخکې پاکستاني لوري د کډوالۍ کارټ لرونکو يا هم لږ تر لږه ناروغانو، زنانه او ماشومانو ته اجازه ورکوله چې د تورخم پر دروازه تګ راتګ وکړي.

د تورخم يوه اوسېدونکي عمران الله پژواک ته وويل، پاکستانی لوری له نن سهار راهيسې بې اسنادو افغانانو ته د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

عمران زياتوي: ((هغه کسان چې پاسپورټ ونه لري اجازه نه ورکوي، تر دې چې مريضان هم نه پرېږدي، نن يې ډېر کسان بېرته را وګرځول.))

د ده په خبره، له سهار راهيسې په تورخم کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو اوس (د ورځې ۱۱ بجې) په کمېدو ده.

د سيمې يوه هټۍ وال جاوېد شينا پژواک ته وويل: ((سهار يې غټ موټر هم نه پرېښودل خو وروسته يې يو نيم ته اجازه ورکړه، پاکستاني ملېشې وايي چې بې پاسپورټه کسان تګ راتګ ته نه پرېږدي.))

د شينا په وينا، نن په تورخم کې د خلکو ګڼه ګونه ډېره نه ده؛ ځکه خلک پوهېږي چې بې پاسپورټه کسان نه پرېښودل کېږي.

نوموړي وايي: ((د پاسپورټ په مسئله کې د پاکستان هدف دا دی چې د تورخم دروازه د بندر په توګه وپېژندل شي؛ ځکه خو هغوی پر خپلو خلکو هم فشار راوړی څو  افغانستان ته له پاسپورټه پرته ولاړ نه شي.))

پاکستاني او افغان لوري د دې ادعا په تړاو رسمي څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.