ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان په بدخشان کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخنيوی کوي

طالبان په بدخشان کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخنيوی کوي

author avatar
1 Jun 2016 - 15:03
طالبان په بدخشان کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخنيوی کوي
author avatar
1 Jun 2016 - 15:03

فيض اباد ښار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د بدخشان عامې روغتيا رياست وايي چې څه باندې دوه زره ماشومان د سيمه ييزو طالبانو او بهرنيو جنګياليو د ممانعت له امله، د بدخشان راغستان ولسوالۍ کې د پوليو واکسين له تطبيق څخه بې برخې شوي دي.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاوري، د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې له واکسين څخه د څه باندې دوو زرو ماشومانو محرومېدل د اندېښنې وړ عمل وباله.

هغه وويل چې د پوليو ويروس له پاکستانه د بهرنيو جنګياليو د کورنيو تګ راتګ له امله،د دې لامل ګرځي څو دا ناروغي خپره شي او ماشومان وګواښي.

نوموړي زياته کړه:"موږ له امنيتي چارواکو او طالبانو څخه غواړو څو د دوى تر ولکې لاندې سيمو کې د پوليو واکسين تطبيق مخه ونه نيسي او اجازه ورکړي چې رضاکاره روغتيايي ډلې يادو سيمو ته لاړې شي او کور په کور له پنځو کلونو څخه د لږ عمر ماشومانو ته واکسين ورکړي."

د بدخشان د عامې روغتيا مشر وويل چې روغتيايي کارکوونکي له سياسي، سمتي، ژبني، مذهبي او قومي مسايلو څخه پرته يو ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي او بايد اجازه ورکړل شي چې په ټولو سيمو کې ماشومان واکسين کړي.

خاوري زياته کړه:"د پوليو واکسين په مخکنیو کمپاينونو کې د بهرنيو جنګياليو ٢٠ کورنۍ چې د جرم ولسوالۍ په خستک سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي، اجازه ورنه کړه چې د واکسين ډلې هغوى ته نږدې شي، د واکسين تطبيق خو لرې خبره ده."

هغه زياته کړه: "چې پوليو ناروغي يوازې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پاتې ده او له منځه نه ده تللې او د نړۍ نورو هېوادونو کې د دې ناروغۍ جرړې ايستل شوې دي.

د يادونې ده، د بدخشان يمګان او وردوج ولسوالۍ په بشپړه توګه او د جرم ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو په لاس کې دي، د بهرنيو جنګياليو شتون په اړه په دغه ولايت کې هم راپورونه خپاره شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى؛ خو مخکې يې ويلي وو چې نه يوازې د پوليو واکسين د تطبيق پر وړاندې خنډ نه ګرځي، بلکې په دې اړه همکاري ته هم چمتو دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.