ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې یو ماشوم او شپږ پوليس ټپيان شول

فراه کې یو ماشوم او شپږ پوليس ټپيان شول

author avatar
1 Jun 2016 - 11:09
فراه کې یو ماشوم او شپږ پوليس ټپيان شول
author avatar
1 Jun 2016 - 11:09

فراه (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د فراه په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې د نا امنیو په ځینو پېښو کې يو ماشوم او د فراه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د امر په ګډون شپږ پوليس ټپيان شوي دي.

د فراه د لومړۍ حوزې امر محمد ګلاب سوري نصب د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې حوزې اړوند سيمه کې درې ماينونه ځاى پر ځاى شوي وو.

د سوري نصب د معلوماتو له مخې، دغه ماينونه په مشرانو جرګه کې د فراه د استازي ګل احمد اعظمي کور ته څېرمه ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي چې نن سهار دى له نورو پوليسو سره يادې سيمې ته ورغى، تر څو ياد ماينونه شنډ کړي، خو يو ماين چې له لرې کنټرولېده وچاودېد او د ده په ګډون يې څلور پوليس سرسري ټپيان کړل.

ده وويل چې دى او ياد درې نور ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته د درمنلې لپاره لېږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ په "ماده ګان تپه" سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى دی.

د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې تر نن سهاره نښته روانه وه چې په ترڅ کې يې دوه پوليس سرسري ټپيان شوي دي.

ولسوال وايي چې په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

وسله والو مخالفينو هم تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.