ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی

لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی

author avatar
1 Jun 2016 - 16:30
لوګر کې یو ښوونکی وژل شوی
author avatar
1 Jun 2016 - 16:30

پل علم (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د لوګر په مرکز پل علم کې ناپېژاندو وسله والو يو ښوونکى پر ډزو وژلى دى.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې ناپېژاندو وسله والو د مرکز پل علم د کمالخېلو منځني ښوونځي يو ښوونکى وژلى دى.

هغه زياته کړه: ((ناپېژاند وسله وال ښوونځي ته ننوتي دي، بيا يې استاد عبدالفتاح په زور را ايستلى او له مکتب نه په لرې يوه سيمه کې پر ډزو وژلى دى.))

عرب وايي، استاد عبدالفتاح له تېرو دوو کالونو راهيسې د نجونو په دې ښوونځي ديني علوم تدريس کول.

د هغه په وينا، د دغه ښوونکي د وژلو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د کمالخېلو کلي اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل: ((استاد عبدالفتاح تکړه ځوان و، په کلي کې يې له چا سره ستونزې نه درلودې، خو نه پوهېږم چې د چا له لوري او ولې وژل شوى دى.))

هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دغه وژل شوي ښوونکي قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

دغه راز د پوهنې وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد ښوونکي وژل کېدل منلي دي.

د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال د پوهنې په برخه کې دا لومړۍ پېښه وه خو تېر کال د دې ولايت په بېلابېلو پېښو کې ١٦ ښوونکي او ١٧ زده کوونکي وژل شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.