ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې ١١٥ زده کوونکي مسموم شول

ميدان وردګو کې ١١٥ زده کوونکي مسموم شول

author avatar
1 Jun 2016 - 19:08
ميدان وردګو کې ١١٥ زده کوونکي مسموم شول
author avatar
1 Jun 2016 - 19:08

 ميدانښار (پژواک، ١٢غبرګولى ٩٥): د ميدان وردګو ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د سلو نجونو په ګډون ١١٥ زده کونکي ددې ولايت د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ کې مسمومي شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت يو قومي مشر او د بهسودو لومړۍ برخۍ ولسوالۍ د احصايې مدير سيد حبيب الله تفضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان  ددې ولسوالۍ د استقلال ليسې زده کونکي دي او نن سهار مسموم شول.

 نوموړي زياته کړه چې مسموم شوي زده کوونکي ١٠٠ نجونې او ١٥ هلکان دي او کله چې له تفريح څخه بېرته ټولګيو ته ورستنېدل،مسموم شول.

هغه وويل چې ټول ياد شمېر زده کوونکي د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي ، د ١٤ زده کوونکو روغتيايي وضعيت نازک دى او ښايي د درملنې لپاره کابل ته يوړل شي.

 د بهسودو د لومړۍ برخې ولسوالۍ اجرايي مدير ظاهر وحدت وويل چې تر اوسه ددې زده کوونکو د مسموميت لامل څرګند نه دى او په دې اړه څېړنې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.