ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Jun 2016 - 10:56
غزني کې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Jun 2016 - 10:56

غزني ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د غزني په دوو ولسواليو کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې شپږ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د غزني د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دې ولسوالۍ د وړو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي او يو پوليس او پنځه نور طالبان ټپيان دي.

د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي کريم الله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

خو کريم الله د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

دغه راز د يو بل خبره له مخې، د غزني د ده يک ولسوالۍ د لغباد په سيمه کې طالبانو د پوليسو پر ګزمې بريد کړى دى.

د ده يک ولسوال کريم الله پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې دوه پوليس او درې طالبان وژل شوي دي او دوه نور طالبان ټپيان دي.

د ده يک ولسوالۍ بريد وسله وال طالبان هم تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياد بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غزني پر محکمې د بريد له امله يو پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.