ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې تښتول شوي١٧ عام وګړي راخوشې شول

په سرپل کې تښتول شوي١٧ عام وګړي راخوشې شول

author avatar
3 Jun 2016 - 11:13
په سرپل کې تښتول شوي١٧ عام وګړي راخوشې شول
author avatar
3 Jun 2016 - 11:13

سرپل (پژواک،١٤غبرګولى ٩٥):د سرپل ولايت چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د طالبانو له لوري تښتول شوي ١٧عام وګړي يې د قومي مشرانو په هڅو را خوشې کړي دي.

 د سرپل چارواکو ويلي ، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ غرمه مهال د سانچارک ولسوالۍ په "ده مرده" سيمه کې دوه مسافر وړونکي موټر درولي او د دغو موټرو له سپرليو يې ١٧ تنه له ځان سره بيولي دي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ١٧ کسان تېره شپه اته بجې د سيمې د قومي مشرانو په هڅو را خوشې شوي دي .

 ده وويل چې دغه کسان د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي و او د سرپل مرکز ته پر لاره و ، چې د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شول .

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې دغه ١٧ کسان  د يوه ټپي طالب نقيب الله په بدل کې را خوشې شوي .

 ده وويل چې دغه ټپي طالب د امنيتي ځواکونو لخوا څو ورځې مخکې په روغتون کې نيول شوى و .

 خو حکومتي سرچينې دغه خبره ردوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.