زرنج(پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو لسګونه پوليس محاصره کړي او تراوسه مرستندويه ځواکونه نه دي ورسېدلي .
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه نږدې زر تنو وسله والو طالبانو د خاشرود په رضي بلوچي سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
ده وويل چې په دې بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې د يادو پوليسو مرستې ته يې نور ځواکونه ورلېږلي دي.
خو د نيمروز يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په لسګونو پوليس په ياده امنيتي پوسته کې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي او تراوسه نور امنيتي ځواکونه نه دي توانيدلي چې هغوى ته ځان ور ورسوي .
ده وويل چې په دې بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي او د امنيتي ځواکونو دوه ټانکونه سوځېدلي دي.
ده وويل چې که ژر نور امنيتي ځواکونه د دغو محاصره پوليسو مرستې ته ور ونه رسيږي يادو پوليسو ته به ډيره مرګ ژوبله واوړي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن