ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې لسګونه پوليس محاصره دي

په نيمروز کې لسګونه پوليس محاصره دي

author avatar
3 Jun 2016 - 14:38
په نيمروز کې لسګونه پوليس محاصره دي
author avatar
3 Jun 2016 - 14:38

زرنج(پژواک، ١٤ غبرګولى  ٩٥): چارواکي وايي چې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو لسګونه پوليس محاصره کړي او تراوسه مرستندويه ځواکونه نه دي ورسېدلي .

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه نږدې زر تنو وسله والو طالبانو د خاشرود په رضي بلوچي سيمه کې پر  يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .

ده وويل چې په دې  بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي  او يو شمېر نور ټپيان دي.

ده وويل چې د يادو پوليسو مرستې ته يې نور ځواکونه ورلېږلي دي.

 خو د نيمروز يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په لسګونو پوليس په ياده امنيتي پوسته کې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې دي  او تراوسه نور امنيتي ځواکونه نه دي توانيدلي چې هغوى ته ځان ور ورسوي .

ده وويل چې په دې بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي او د امنيتي ځواکونو دوه ټانکونه سوځېدلي دي.

 ده وويل چې که ژر نور امنيتي ځواکونه د دغو محاصره  پوليسو مرستې ته ور ونه رسيږي  يادو پوليسو ته به  ډيره مرګ ژوبله واوړي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.