ترينکوټ (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د اروزګان والي وايي، ډېر ژر به د ترينکوټ - کندهار ترمنځ او د دې ولايت د نورو ولسواليو ترمنځ لويې لارې پرانيستل شي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٥مه ، د پوليسو د ٤٠٤ زون قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
يادو مسوولينو وويل، ګډ ځواکونه وتوانېدل چې د اروزګان ـ کندهار لويه لاره چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د وسله والو له خوا تړل شوې وه، پرانيستل شوه.
والي خروټي زياته کړه، د کندهار لويې لارې د پرانيستې په عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو خپله وړتيا وښوده او دښمن ته يې سخته ماتې ورکړه.
د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو دغه لاره د اوږدې مودې لپاره د عامو اوسېدونکو پرمخ تړلې وه، چې د دوى په دې کار سره اروزګاني اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ شول.
خروټى وايي، په دې موده کې د خوراکي او غير خوراکې توکو بيې لوړې شوې، ناروغانو به د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکاوه او داسې نور هغه ستونزې وې چې د دغه ولايت او د کندهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي ورسره مخامخ وو.
هغه زياتوي، د يادې لارې د ساتنې لپاره به نوې امنيتي پوستې رامنځته کوي او د نورو ولسواليو بندې لارې به هم پرانيستل شي.
د پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون مشر مل پاسوال نبي جان ملاخېل وويل، وسله والو طالبانو پلان درلود، چې په خپلو بريدونو سره د اروزګان ولايت ته سقوط ورکړي او د همدې لپاره يې د اروزګان او کندهار ترمنځ لويه لاره هم د ترافيکو پرمخ وتړله.
هغه زياته کړه، وسله وال طالبان خپلو موخوته ونه رسېدل او ګډو ځواکونو تېره ورځ وکولى شول، چې دغه لويه لاره پرانېزي.
د ملاخېل په وينا، په دې عملياتو کې له ۱۵۰ زياتو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په وژل شويو کې جګپوړي قوماندانان هم شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن