ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوک وهنې نړيوال اتل محمد علي وفات شو

د سوک وهنې نړيوال اتل محمد علي وفات شو

author avatar
4 Jun 2016 - 16:47
د سوک وهنې نړيوال اتل محمد علي وفات شو
author avatar
4 Jun 2016 - 16:47

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د سوک وهنې نړيوال اتل محمدعلي چې په "کلي" مشهور و، د ٧٤ کلنۍ په عمر وفات شوى دى.

نړيوالو رسنيو د محمدعلي د کورنۍ په حواله د غبرګولي په ١٥مه خبر ورکړى چې محمد علي نن سهار د سرطان د ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، هغه ته په دې وروستيو کې تنفسي ستونزه پيدا شوې وه او له تېرو څو ورځو راهيسې د امريکا د ايروزوينا ايالت د فينکس ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د دې تر څنګ هغه له تېرو درېيو لسيزو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته و.

ولسمشر اشرف غني په يوه بيان کې د محمدعلي کلي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته يې د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

محمد علي د د ١٩٤٢ زېږديز کال په جنورۍ کې زېږدلی و، د هغه اصلي نوم کيسيس مارسيلس کلي و، هغه په ١٩٦٤ زېـږديز کال کې مسلمان شو او پر ځان يې محمدعلي نوم کېښود.

هغه په سوکوهنه کې لومړۍ بريا هغه مهال ترلاسه کړه چې په ١٩٦٠ زېږديز کال يې د روم په اولمپيک سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

دغه راز نوموړى په ١٩٦٤، ١٩٧٤ او ١٩٧٨ زېږديزو کلونو کې د سوک وهنې (باکسنګ) نړيوال اتل پاتې شوى و.

د امريکا او ويتنام تر منځ د جګړې پر مهال په ١٩٦٧ زېږديز کال کې محمدعلي د امريکا په پوځ کې له ګډون څخه انکار وکړ چې په غبرګون کې یې د محکمې له خوا ورته د پنځو کلونو بند سزا ورکړل شوه، خو وروسته د خلکو د لاريونونو له امله يې سزا معاف شوه.

د شلمې پېړۍ دغه عظيم سوک وهونکى په ١٩٨٤ زېږديز کال د سرطان تر تشخيص وروسته دا لوبه پرېښوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.