هرات ښار (پژواک، ١٥ جوزا ٩٥): د هندوستان هېواد لومړى وزير نريندرا مودي د سلما بند د پرانيستې په موخه هرات ولايت ته ورسېد.
سلما بند د هرات ښار ختيځ ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې پروت دى چې هندوستان هېواد د ١٣٥٧ لمريز کال له کودتا وړاندې د محمد داوود ولسمشرۍ پر مهال د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې وه، خو شوې کودتا او د جګړو پيل د دې پروژې د ځنډ او خنډ سبب شول.
د طالبانو د حکومت له را پرځېدو او د نوي حکومت له راتلو وروسته د دغه بند د رغولو لومړنۍ چارې په ١٣٨٥ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې په شاوخوا څلورو کلونو کې به جوړ شي، خو د ودانيزې چارې يې څو ځلې د امنيتي او لوژسيتکي ستونزو په سبب وځنډېدې.
خو له شاوخوا څلورنيم کلن انتظار وروسته ټاکل شوې چې د افغان- هند دوستي (سلما) بند نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي له لوري پرانيستل شي.
ټاکل شوې ده چې نن شاوخوا دولس نيمې بجې د برېښنا دغه بند د ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير له لوري پرانيستل شي.
د ياد بند د پرانيستنې په موخه په هرات ولايت کې پوره چمتووالى نيول شوى دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن