ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې سوداګرو له ولسمشره د برېښنا د لګښت کمولو غوښتنه وکړه

هرات کې سوداګرو له ولسمشره د برېښنا د لګښت کمولو غوښتنه وکړه

author avatar
4 Jun 2016 - 11:28
هرات کې سوداګرو له ولسمشره د برېښنا د لګښت کمولو غوښتنه وکړه
author avatar
4 Jun 2016 - 11:28

هرات (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د هرات ولايت سوداګرو او صنعتګرانو ولسمشر ته د برېښنا د لګښت او مالياتو پر زياتوالي شکايت وکړ.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د هرات د خصوصي سکتور او ملي سوداګرو له استازو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، د دې کتنې پر مهال د هرات د سوداګرۍ خونو ريیس سعد خطیبي، د صنعتګرانو د اتحادیې ريیس حمیدالله خادم او د ښاروالۍ د مشورتي شورا ريیس د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی انکشافي پروګرامونو او لویو اقتصادي پروژو ته د ولسمشر د پاملرنې قدرداني وکړه.

د خصوصي سکتور او ملي سوداګرو استازو ولسمشر ته د برېښنا د لګښت د بیې د زیاتوالي، د مالیاتو د زیاتوالي، په ګمرکونو کې د څارونکي د ټاکلو، د صنعت د ملاتړ په نوم د اونۍ نومولو، د ګمرکي قوانینو د یو برابر او سراسري تطبیق، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د ښاري دروازو د کنټرول او د هرات چشت شریف د سړک جوړولو د کار د بشپړولو او نورو موضوعاتو په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

ولسمشر اشرف غني د هغوى د خبرو تر اورېدلو وروسته وویل، حکومت له خصوصي سکتور او پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او هغوی چې کومې اقتصادي طرحې برابروي، د اقتصادي عالي شورا په ناسته کې به پر دې او د بيو پر ستونزې بحث وشي.

هغه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د زېربنایي ستونزو په هکله وویل، اړتیا ده چې په دې هکله هر اړخیزه ارزونه وشي تر څو د هغو پر اساس تصمیم ونیول شي.

ولسمشر د اصلاحاتو راوستو په هکله وویل، په نږدې راتلونکي کې به د استخدام پروسه مخصوصاً په ګمرکونو کې و ارزول شي، تر څو مشخصه شي چې څوک په واسطه ګومارل شوي دي.

اشرف غني ټینګار وکړ، د هېواد په عمده ښارونو کې د ښاروالۍ د څلورو ادارو لپاره چې زیات عواید یې لرل، ځانګړې بوديجه برابرېږي چې هرات ولایت به هم د هغه جز وي.

هغه وويل، د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شوو ځمکو راګرځول د والیانو، امنیه قوماندانانو او د قول اردوګانو د قوماندانونو له عمده دندو څخه دي او په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخیستل شي.

بلخوا ولسمشر د هرات د ښځو او ځوانانو له استازو سره د ليدنې پر مهال ويلي چې سلمان بند به د اقتصادي تحرک زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د تعقيب د مصئونيت فرهنګ د پاى ته رسولو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.