ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

په خوست کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

author avatar
4 Jun 2016 - 17:53
په خوست کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه
author avatar
4 Jun 2016 - 17:53

خوست ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د سولې تر عنوان لاندې هغه سیالۍ چې څه موده وړاندې د څلورو ولسوالیو مقامونو له لوري جوړې شوې وې، نن د پای لوبې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېدې .

د سولې تر عنوان لاندې يادې شوې سیالۍ د خوست ولایت د ګوربزو، تڼیو، باک، تیریزیو او علیشېرو ولسوالیو د ځغاستې څلورو لوبډلو ترمنځ د اولمپیک امريت په چوکاټ کې جوړې شوې وې، چې لسګونه تنه لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه.

يادو لوبغاړو د پای پرمهال شاوخوا درې کیلومتره فاصله ووهله، چې په پايله کې یې عبدالوالي د ګوربزو لوبډلې څخه لومړى، مطیع الله او جهان الله د تڼیو لوبډلې څخه دوهم او درېم مقامونه خپل کړل.

دغو لوبغاړو له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال د حکومت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او نور په هېواد کې روان جنګ ته د پای ټکى کېږدي.

يو تن لوبغاړی يې په اړه وايي: ((هغه کسان چې حکومت سره په جنګ کې ښکېل دي، له هغوی مې غوښتنه دا ده، چې له جګړې څخه لاس واخلي، را دې شي، خپل وطن ته او سوله دې غوره کړي)).

د تڼيو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ پژواک اژانس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، له دې سياليو څخه يې موخه په جنګ کې ښکېلو خواوو ته د سولې پيغام رسول دي.

ده زياته کړه: ((په دغو سياليو کې د سولې پيغام نغښتی و، هغه مخالف وروڼه چې له هېواد نه د باندې او که په داخل کې دي، هغوی ته دا پيغام ورکوو، چې دا هېواد ستاسو دی او دا خلک ستاسو وروڼه دي، نو راشئ، د سولې له پروسې سره يو ځای شئ)).

د مراسمو په وروستيو کې لومړي مقام ګټونکي ته يو بايسکل، دوهم او درېم مقامونو ته مډالونه ورکړل شول.

همدارز د ولسوالۍ مقام او خوست د اولمپیک امر عزيز ملنګ له لوري د پژواک د خبريال په ګډون هغو خبريالانو ته چې د اطلاع رسونې په برخه کې یې ښه خدمات ترسره کړي دي، ستاينلکونه هم ورکړل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.