جلال اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار د والي مرستيال وايي، که د شينوارو د تړل شوو ښوونځيو د فعالېدو هڅې ناکامې شي، دا ښوونځي به امنو سيمو ته انتقال کړي.
د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۵مه د هسکې مينې له کثيرالرشتيوي انستيټيوټ څخه د ۹۵ محصلينو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
دغو محصلينو د ياد انيستيټيوټ په لومړۍ دوره کې د موټرو د تخنيک او برېښنا په برخه کې دوه کلنې زده کړې ترلاسه کړې دي.
د ننګرهارد والي مرستيال د يادې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، د شينوارو په ځينو ناامنو سيمو کې ۳۲ ښوونځي تړلي دي.
ګرديوال وايي: ((حکومت او قومي مشران د دې تړل شوو ښوونځيو د پرانيستلو هځې پيل کړې، خو که دا هڅې بريالۍ نه شوې موږ دا ښوونځي امنو سيمو ته را انتقالو.))
د والي مرستيال له ياد انسټيټيوټ څخه د ۹۵ محصلينو فراغت لاسته راوړنه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې فارغ شوي کسان په خپلو رشتو کې کار وکړي.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رييس استاد الله داد اسمعيل زي وويل، پخوا د شينوارو په ولسوالۍ کې نږدې ۵۰ ښوونځي تړل شوي وو خو اوس ۳۲ ته راټيت شوي دي.
د پوهنې رييس وايي: ((په اچين کې ۱۷، په هسکې مينې کې اته او په کوټ ولسوالۍ کې اوه ښوونځي تړلي دي، موږ هڅه کوو دا ښوونځي بېرته فعال شي.))
د پوهنې رييس د هسکې مينې انيستيټيوټ د زده کړو لپاره ښه زمينه وبلله او يادونه يې وکړه، چې نور ډېر محصلين به هم جذب کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر په دې غونډه کې د ننګرهار د پوهنې ادارې مديريت ناکام وباله او يادونه يې وکړه چې خپلې چارې دې ښې تنظيم کړي.
عمر وويل: ((په شينوارو کې ډېر ښوونځي تړلي دي، په ځينو نورو سيمو کې ښوونځي او زده کوونکي ډېرې ستونزې لري بايد دې ټولو ته پاملرنه وشي.))
د نوموړي په وينا، هغه ښوونځي چې تړلي دي، بايد زده کوونکي يې د نورو سيمو ښوونځي ته د زده کړو لپاره ولېږل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن