ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان تورخم کې د افغانانو پر تګ راتګ د محدوديت وضع کولو حق نه لري”

“پاکستان تورخم کې د افغانانو پر تګ راتګ د محدوديت وضع کولو حق نه لري”

author avatar
5 Jun 2016 - 19:16
“پاکستان تورخم کې د افغانانو پر تګ راتګ د محدوديت وضع کولو حق نه لري”
author avatar
5 Jun 2016 - 19:16

کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٥): د مشرانو جرګې غړي وايي، پاکستان حق نه لري چې د ډيورنډ فرضي کرښې تر مشخص کېدو پورې په تورخم کې د افغانانو پر تګ راتګ بنديز ولګوي.

د ډيورنډ فرضي کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې د انګرېزانو له لوري د بريتانوي هند او افغانستان تر منځ د يوې کرښې په توګه رامنځته شوi، خو افغانستان بيا دغه کرښه هيڅکله هم د نړيوالې پولې په توګه نه ده پېژندلې.

کله چې په ١٩٤٧ زېږديز کال کې پاکستان رامنځته شو او د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه کرښه په رسميت ونه پېژندله او تر اوسه پورې د يادې فرضي کرښې دواړو لوريو اوسېدونکو تر منځ تګ راتګ دوام لري.

خو پاکستان بيا له تېرو پنځو ورځو راهيسې هغه افغانان چې له ځانه سره ويزه ونه لري، له تورخم هاخوا نه پرېږدي.

مشرانو جرګه کې د پکتيکا استازي جمعه الدين ګيانوال وويل: "له سلو زيات کلونه کېږي چې د کرښې دواړه لوري خلک له ويزې پرته تګ راتګ کوي او د پاکستان حکومت نه شي کولى او د دې حق نه لري چې د تورخم لار د افغانانو پر مخ وتړي."

د يادې جرګې بل غړي ميرحاتم تره خېل وويل: "د ډيورنډ کرښه خو پر رسميت نه ده پېژندل شوې، چې پاکستان يې د تړلو واک ولري، که چېرې مو پخوا د پاکستان د مخته تګ مخه نيولى واى، اوس به يې پر موږ تورخم نه تاړه."

نوموړي پر حکومت د نيوکې ترڅنګ زياته کړه: "د تورخم د قرارداد له پاى ته رسېدو څو کلونه تېريږي، که چېرې موږ يو واک لرونکى حکومت درلودى؛ بايد د ډيورنډ کرښې برخليک يې معلوم کړى واى...نه پخوا او نه هم دغه حکومت په دې توانېدلى چې د ډيورنډ کرښې موضوع يو طرفه کړي."

د جرګې بل غړي نثار حارث هم په تورخم کې د محدوديتونو په ټاکلو د نيوکې ترڅنګ وويل: "د پاکستان بې معرفته پوليس او بې مسووليته حکومت، له افغانانو سره ډېر ناسم چلند کوي او په تورخم کې زرګونه کسان د لارې خلاصېدو ته منتظر دي، کاشکې افغان حکومت هم له خپل توان سره سم له پاکستانيانو سره ورته چلند کولى، څو پخپله پوى شوي وى."

نوموړي له افغان حکومت وغوښتل، څو د پاکستان له حکومت سره د هغو افغانانو د ستونزو د حل په اړه چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو لوريو ته هر ورځ د تورخم په دروازه کې پاتې کېږي او دروازه پرې بنديږي؛ خبرې اترې وکړي او دغه ستونزه په اساسي ډول حل کړي.

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظريات درلود.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم په تورخم کې د محدوديتونو پر لرې کولو ټينګار وکړ او ويې ويل: "ترڅو چې د ډيورنډ کرښې برخليک معلوم نه شي، څوک حق نه لري چې تورخم د افغانانو او د ډيورنډ دواړو لوريو ته پرتو قومونو پر مخ وتړي."

هغه زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې د کرښې دواړه لوريو ته پرتو خلکو پر يادې کرښې له ويزې پرته تګ راتګ کړى او له دې وروسته هم بايد پر دوى باندې محدوديتونه او بنديزونه ونه لګول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.