چاريکار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٥): د پروان امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ٧ وسله وال مخالفين په خپلمنځي نښته کې وژل شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سياه ګرد ولسوالۍ په دره خشکي سيمه کې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د طالبانو د بلې ډلې دوه تنه ځکه نيولي وو چې د هغوى اطاعت يې نه کاوه.
د ده په وينا، د طالبانو د هغې ډلې کسان چې ملګري يې نيول شوي وو، د يادو دوو تنو د خلاصون لپاره هڅې پيل کړې وې، خو د يادې بلې ډلې کسانو ډزې پرې کړې وې او درې تنه يې وژلي وو.
امنيه قوماندان وايي چې وروسته د دويمې ډلې طالبانو نور ملګري سيمې ته ورغلي او د هغې ډلې څلور کسان يې وژلي چې ياد دوه تنه يې نيولي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن