ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: خپلسرو هوايي ډزو له رواني ستونزو سره مخ کړي يو

د خوست خلک: خپلسرو هوايي ډزو له رواني ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
7 Jun 2016 - 12:26
د خوست خلک: خپلسرو هوايي ډزو له رواني ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
7 Jun 2016 - 12:26

 

خوست ښار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٥): د خوست د مرکز اوسېدونکي په ودونو او د نورو خوښيو مراسمو پر مهال هوايي ډزو له رواني ستونزو سره مخ کړي، له ولايتي چارواکو غوښتنه کوي چې د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي.

که څه هم امنيتي چارواکو کله ناکله پر هوايي ډزو د بنديز خبر ورکړی خو خوستوال وايي، داسې ښکاري چې د حکومت له لوري جدي غبرګون نه ښودل د هوايي ډزو د دوام لامل ګرځېدلی دی.

د دغه ولايت د مرکز متون يو اوسېدونکي يوسف شاه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ډول ډزو په اورېدو سره يې هر ځل په زړه کې دا وېره پيدا شوې چې حتماً  د نا امنۍ کومه پېښه رامنځته شوه.

هغه وايي چې په ځينو مواردو کې په خپله حکومتي کسان هم د خوښۍ په مراسمو کې هوايي ډزې کوي او که يې مخنيوی ونه شي، ښايي په ټولنه کې معمول وګرځي چې بيا به يې کابو کول ډېر سخت وي.

يوسف شاه زياته کړه: ((په داسې وختونو کې د حکومت شتون هيڅ مانا نه لري، ځکه حکومتي کسان په خپله د خوښۍ په مراسمو کې ډزې کوي، نو له عامو خلکو څخه خو ګيلې ته ځای نه پاتې کېږي.))

د خوست د مرکز بل اوسېدونکی مجاهد وايي، که په ولسواليو کې د هوايي ډزو مخنيوی نه شي کېدلی، نو په مرکز کې خو دا کار په ډېرې اسانۍ سره کولای شي؛ ځکه دلته حکومت پوره تسلط لري.

هغه زياته کړه، سربېره پر دې چې د خلکو په زړونو کې د وېرې لامل ګرځي، ډېر کله د هوايي ډزو له کبله ماشومان، ښځې او نارينه مړه او يا ټپيان شوي او کورنۍ يې د غم په ټغر کېنولې دي.

مجاهد وويل: ((څو ورځې مخکې ښار ته نږدې له ماسپښين څخه تر مازديګره څو ځلې ګڼې ډزې وشوې، موږ فکر وکړ چې نښته روانه ده، خو وروسته خبر شوو چې د واده مراسم دي.))

مدني فعال حاجي جمال تڼی وايي چې پخوا وختونو کې دا خبره دومره د اندېښنې وړ نه وه، خو په اوسنيو حالاتو کې هر ډول ډزې د خلکو د رواني ستونزو لامل ګرځېدلې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((اوس ځانمرګې حملې ډېرې شوې، شخصي دښمنۍ شته، هدف وژنې او نورې د ناامنۍ پېښې کېږي. موږ چې د ډزو غږونه واورو، فکر کوو، چې کومه بده پېښه وشوه، خو چې پوښتنه وکړو، يا واده وي، يا د چا زوی پيدا شوی وي او يا چا کوژدن کړې وي.))

د تڼي په وينا، پوليس د هوايي ډزو د مخنيوي وس لري، خو ځينې امنيتي چارواکي د کمزوري مديريت او يا د شخصي ګټو په نظر کې نيولو پر بنسټ د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.