چاريکار(پژواک،١٨غبرګولى ٩٥): پروان کې يو شمېر کوچنۍ توليدي فابريکې د بازار نه شتون، د دوى محصولاتو ته د ورته وسايلو واردات، د مسلکي کسانو له لاسه ورکول او د برېښنا په څېر د اړينو اسانتياوو نه شتون له امله د منځه تلو په حالت کې دي.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې دې ولايت کې د ١٢ کوچينو فابريکو له ډلې، څلور فابريکې له فعاليته غورځېدلي او درې نورې فابريکي له دېوالي کېدو سره مخامخ دي.
د سيدخېل پلاستيک د پلاستيکي چپلکو جوړولو فابريکه، د باګرام مېوې غيرالکولي مشروباتو شرکت، د خالد فرنېچر شرکت او د ارغوان رنګ جوړولو شرکت، هغه څلور شرکتونه دي چې فعاليت يې بند شوى دى.
د سيدخېل پلاستيک د پلاستيکي چپلکو فابريکه:
د دې شرکت مسوول عرب شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پلاستيکي چپلکو جوړولو دا فابريکه د ٥٠ کارکوونکو په درلودو په ١٣٩١ کال کې د چاريکار ښار شپږمې حوزې اړوند کې فعاليت پيل کړ؛ خو ١٣٩٤ کال کې له دې امله فعاليت پرېښود چې د سيمې خلکو د فابريکې د لوګيو او ماشينونو له غږونو څخه شکايت کاوه.
نوموړي زياته کړه چې د ځمکې او نامناسب ځاى د نه درلودو له کبله يې تر اوسه بېرته فعاليت نه دى پيل کړى.
نوموړي وويل چې دې فابرېکې په ورځ کې شاوخوا سل جوړې بوټونه او چپلکې توليدول او د پروان، کابل، کاپيسا، پنجشېر او نورو ولايتونو کې تر ٥٠ افغانيو پلورل.
عرب شاه يادونه وکړه چې د دې شرکت کارګرانو، له پنځو زرو تر اوو زرو افغانيو معاش ترلاسه کاوه.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دې شرکت ته دې، د دې ولايت سنجد درې صنعتي پارک کې ځمکه ورکړي، څو د دې فابرېکې په بياځلي فعالېدو سره له يو لوري د هېواد په ځان بسياينې لپاره کار وشي او له بل لوري به د ځوانانو لپاره کار پيدا شي.
مسوولين وايي چې د ياد پارک لپاره ځمکه ځانګړې شوې ده؛ خو د دې پارک نور اړين کارونه لا هم نه دي ترسره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ياد شرکت ځينې وزګار شوي کارګران په تمه دي چې دا شرکت بېرته کار پيل کړي، څو د هغوى لپاره په کې د کار کولو زمينه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن